د فرانسې خبري اژانس: د امریکا په مشرۍ لوېدیځ هېوادونه طالبانو ته تسلیم شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د فرانسې خبري اژانس د طالبانو د امربالمعروف قانون ته په اشارې سره لیکلي، چې د افغان ښځو پروړاندې ظلم د نړۍ د سترګو په وړاندې کیږي.

دغه خبري اژانس زیاته کړې، چې د امریکا په مشرۍ لوېدیځو هېوادونو او اروپایي اتحادیې دا قانون یوازې غندلی او داسې ښکاري چې د طالبانو رژیم ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف قانون په وروستیو اونیو کې په جدي بحثونو اوښتی او پراخ غبرګونه یې راپارولي دی.
د فرانسې خبري اژانس له یو شمېر افغان فعالانو سره د دې قانون په تړاو خبرې اترې کړي دي.
د ازاد افغانستان د سازمان مشرې شکېبا هاشمي ویلي، چې خلک نور حق نه لري چې د یوې ښځې غږ واوري او یا یوې ښځې ته وګوري.
نوموړې همداراز ویلي: «هغوی (طالبان) مونږ ته ویلي، چې تاسو په کرارۍ سره وژنو.»
ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او د بشري حقونو نړۍوالو ادارو د طالبانو د یاد قانون په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او د ملګرو ملتونو سازمان بیا د دې قانون د ژر لغوه کېدو غوښتنه هم کړې ده.
یاد خبري اژانس نړۍوالې غندې بې اغېزې بللي دي.
په افغانستان کې د جنسیتي مسایلو متخصصې ملیسا کورنټ د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو د زیاتېدو په اړه ویلي: «طالبانو غوښتل، چې د نړۍوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي خو کله چې دوی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه نه کړه او د مرکزي بانک کنګل شوې پیسې لاس ته ورنغلې،‌ نو دوی خپل دریځ بدل کړ.»
اخوا د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مرستیال هېدر بار ویلي، چې د اغېزمن نړۍوال غبرګون نشتوالى دا تصور رامنځته کوي، چې د ښځو حقونه د نړۍ د مشرانو لپاره د اندېښنې وړ نه دي.
په پاریس کې مېشته د بېګم ټلویزیون بنسټ اېښودونکې حمیده امان هم ویلي، چې هېڅوک په دې هېواد کې افغان ښځو او په افغانستان کې بشري حقونو ته ارزښت نه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو