طالبانو په مزارشریف کې الاقصی جومات ته ورته یو جومات جوړ کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

په بلخ ولایت کې طالب چارواکو ویلي، چې د مزارشریف ښار په یوه څنډه کې یې الاقصی جومات ته ورته یو جومات جوړ کړی دی.

طالب چارواکو وویل، چې دغه جومات د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
ویل کیږي، چې دغه جومات د کام ایر هوايي شرکت د مشر زمري کامګار په مالي مرسته جوړ شوى دى.
په بلخ ولايت کې طالبانو والي يوسف وفا د جمعې په ورځ (د وږي نهمه نېټه) د دغې ډلې له امنيه قوماندان او ښاروال سره يو ځای په مزارشريف ښار کې د دغه جومات د پرانيستې په مراسمو کې ګډون کړی و.
په تېر حکومت کې د کام ایر شرکت مشر زمري کامګار، د مزارشريف په یوې څلور لارې کې د اسونو مجسمې جوړې کړې وې. خو طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته دغه دغه مجسمې نا شرعي وببلې او ړنګې یې کړې.

نور خبرونه

رادیو