د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وايي د مس عینک کان پر انجنیرانو هوايي برید نه دی شوی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د طالبانو د کانونو او پټرولېم وزارت په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې رد کړې، چې لوګر کې «د مس عینک کان پر انجنیرانو هوايي برید شوی دی.»

له تېرو څو ورځو راهسې د مس عینک کان پر انجینرانو د هوايي برید راپورونه خپرېږي او ویل کېږي په دغه برید کې «چینایان هم وژل شوي دي.»

خو د طالبانو د کانونو او پترولېم وزارت نن په خپل اېکس کې د دې خبر په ردولو سره زیاتوي: «د افغانستان د خاورې او خلکو د ښمنانو تل هڅه کړې چې په بې ځایه او درواغو ویلو باندې وېره رامنځته کړي.»

له څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو کې ادعا کېږي، چې په لوګر کې د مس عنیک پر چینايي او افغان اینجنرانو هوايي برید شوی دی او دوی ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تېره میاشت د مس عینک کان د پروژې رسمي پرانېستنه وکړه.
د پروژي تړون په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د حامد کرزي حکومت کې د اېم سي سي په نوم د یوې چنايي کمپنۍ سره د ۳۰ کالو لپاره لاسلیک شوی و، خو د امنیتي ستونزو او په سیمه کې د لرغونو اثارو د اوږدې کیندنې له امله یې د کان کیندنه وځنډېده.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه کان ۱۱ میلیونه ټنه مس لري او په نړۍ کې د مسو دویم ستر کان بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو