ایران له افغانستان سره د ختیځې پولې د بندولو لپاره له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وايي، له افغانستان سره د ایران ختیځه پوله به یوازې د دیوال په لګولو سره نه ټړل کیږي، بلکې له مصنوعي ځیرکتیا به هم کار واخیستل شي.

کیومرث حیدري ویلي، چې د پولو د بندولو په پلان کې به د خبرداري رادارونه او ډرون هم شامل وي.
د ایران د شمال ختیځو پولو بندول د ۱۴۰۳ کال د غویي په میاشت کې پیل شو. ایران د دغه پلان د عملي کولو لپاره درې میلیارده یورو ځانګړې کړې دي.
د اسلامي جمهوریت چارواکي وايي، چې د کډوالو، د ترهګرو او د مخدره موادو د قاچاقبرانو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د هېواد دغه پولې تړي.
همدا راز، د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکنیو ځواکونو قوماندان ویلي، چې د ختیځو پولو د بندولو پلان سل په سلو کې باید د مصنوعي ځیرکتیا او نوې تکنالوژۍ پر بنسټ وي.
د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې، کیومرث حیدری وویل، چې د سرحدونو د بندولو په پلان کې د څارنې د عصري تکنولوژۍ په شمول د خبرداری رادارونه، ډرون او ځمکني سینسرونه شامل دی.
هغه وويل، اغزن تارونه او ديوالونه د پولو د بندولو لپاره کافي نه دي.

نور خبرونه

رادیو