د ایران په یزد کې ۳۱ سوداګریز مرکزونه د 'ناقانونه کډوالو د ګمارلو' له امله تړل شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

په ایران کې د یزد روغتیایي مرکز د مسلکي او چاپیریال روغتیا څانګې مشر وویل، چې د خوراکي توکو د چمتو کولو او وېشلو مرکزونو په ګډون ۳۱ سوداګریزې اتحادیې د «ناقانونه کډوالو د ګمارلو» له امله وتړل شوې.

تر دې مخکې ایران په سوداګریزو ځایونو کې د افغانانو پر ګومارلو بندیز لګولی و.

رسول تمدن وویل، چې د پولیسو په همکارۍ یې د ۱۰۰ شکمنو ځایونو ګډې پلټنې ترسره کړې دي.

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې د یزد د روغتیا مرکز د کار او چاپېریال د روغتیا څانګې مشر وویل پر دغو سوداګریزو اتحادیو د مهر لګول د ایران د قضايي چارواکو په حکم ترسره شول.

رسول تمدن په یزد کې سوداګریزو اتحادیو ته لارښوونه وکړه چې د «بې اسنادو» بهرنیو کډوالو د ګمارلو څخه ډډه وکړي چې مرکزونه یې ونه تړل شي.

په ایران کې هغه کسان چې له قانوني اسنادو پرته دغه هېواد ته ننوځي د «ناقانونه بهرنيو وګړو» په نوم یادیږي.

ډېری دغه کسان افغان کډوال دي چې د ایران بېلابېلو ولایتونو ته د کار لپاره ځي.

ورته مهال د ایران په یو شمېر ولایتونو کې د خوراکي توکو د تولید، وېش او خرڅلاو لپاره د سوداګرو په اتحادیو کې د افغانانو کار منعه شوی دی.

نور خبرونه

رادیو