زیلانسکي د اوکراین د هوايي ځواک قومندان له دندې ګوښه کړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د اوکراین د اف ۱۶ جنګي الوتکې د غورځېدو په اړه د پوځي راپور له خپرېدو یوه ورځ وروسته پرون د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي د فرمان صادرولو سره د دغه هېواد د هوايي ځواک قومندان مایکولا اولیشچوک له دندې ګوښه کړ.

د دغې اف ۱۶ جنګي الوتکې د غورځېدو په اړه په راپور کې ویل شوي، چې دغه ي الوتکه د روسیې د لوی برید د دفع کولو پر مهال ولوېده او پیلوټ یې هم ووژل شو.

د دې پېښې په اړه د اوکراین د هوايي ځواکونو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې وژل شوی پیلوټ ډګروال اولکسي مس نومېده.

اوکراین د دې الوتکې د نسکورېدو لامل نه دی په ډاګه کړی، خو ویل کېږي چې دا اف ۱۶ الوتکه د روسیې له خوا د توغندیو په برید او یوه روسي هدف ته د نږدې کېدو پر مهال غورځېدلې ده.

د هوايي ځواکونو ګوښه شوي قوماندان اولشچوک تر دې مخکې ویلي و، چې د اوکراین امریکايي همکاران د پېښې په څېړلو او د الوتکې د غورځېدو د علت په موندلو کې مرسته کوي.

یوه امریکايي پوځي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، داسې نه ښکاري چې الوتکه د روسیې د ډزو له امله غورځېدلې وي او د پېلوټ تېروتنې او تخنیکي خرابۍ په ګډون بېلابېل نور لاملونه تر څېړنې لاندې دي.

زیلانسکي د پوځ هوايي ځواک د مشر د ګوښه کولو په اړه د ماښام په وینا کې وویل: "ما پریکړه کړې چې د هوایی ځواک قومندان بدل کړم، زه به تل د اوکراین د ټولو نظامي پېلوټانو مننه کوم."

زیلینسکي ونه ویل چې په کوم دلیل یې دا پریکړه وکړه، خو په خپلو خبرو کې یې د پوځي ځواکونو د ساتنې او د قومندې د کچې پیاوړتیا ته اشاره وکړه.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز اعلان وکړ، چې تورن جنرال اناتولي کریوونژکا به د نوي قوماندان تر ټاکل کېدو پورې په موقت ډول د هوایي ځواک د قوماندان په توګه دنده ترسره کړي.

نور خبرونه

رادیو