د امریکا لامبو لوبډلې افغان لوبغاړي د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د سپینو زرو مدال وګاټه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

عباس کریمي افغان لوبغاړی دی، چې دا مهال د امریکا د لامبو وهني لوبډلې غړی دی.

نوموړي د جمعې په ورځ د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د لامبو وهلو په سیالۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه.

نوموړي په دوه دقیقو او ۱۸ ثانیو کې وخت کې ټاکلي هدف ته د دویم کس په توګه ځان ورساوه او د یادې سیالۍ د دویم مقام په ګټلو سره یې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

په دغې سیالۍ کې لومړۍ مقام چینايي لوبغاړي خپل کړ.

ښاغلي کریمي د امریکا لوبډلې د لوبغاړي په توګه د سیالیو په لومړي پړاو کې استرالیا، مکسیکو، برازیل او اسپانیې سره لوبه وړکړه او په لومړي پړاو کې یې لومړی مقام خپل کړ.

خو په وروستۍ سيالۍ کې د چين لوبډله چې د توکيو د اولمپيک لوبو ريکارډ يې مات کړی و، يو ځل بيا بريالی شو او نوی نړۍوال ريکارډ یې جوړ کړ.

عباس کریمي به د سپټمبر په پنځمه د ۵۰ متره ازادي سیالۍ او د سپټمبر په شپږمه د پاریس په پارالمپیک کې د ۵۰ متره بټر فلای لامبو وهلو په سیالیو کې برخه واخلي.

نور خبرونه

رادیو