د غور اوسېدونکي وايي، چې طالبانو ۶۰۰ کورنۍ له دولت یار څخه په جبري توګه وتلو ته اړې کړې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د غور ولایت څخه باوري سرچینې وايي، چې د دولت یار ولسوالۍ د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې په پایله کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ۶۰۰ کورنۍ په زور کډه کولو ته اړې کړي دي.

طالبانو د کاشرو کلي د خلکو له کورونو د وتلو پرېکړه «سوله ییزه» بللې ده.

د هغو اسنادو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، له کلونو راهیسې د دولت یار په ولسوالۍ کې د «سردارخېلو» او «تایمني» قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه روانه ده.

ويل کېږي، چې د دغو دوو قومونو ترمنځ پر شاوخوا اته سوه زره جريبه ځمکې شخړه ده.

د ځايي اوسېدونکو په خبره، په دې وروستيو کې په غور کې د طالبانو والي احمدشاه دين دوست د دې ډلې د قومونو او قبايلو د وزير نورالله نوري په ملتيا د دغو دوو قومونو ترمنځ د جګړې د مخنيوي اړوند پرېکړه کړې، چې د کشرو درې د کلي ټول اوسیدونکي دې خپل کورونه پریږدي او دغه کورونه او جایدادونه دې د سردارخیلو قوم ته وسپاري.

ځايي سرچينې وايي، چې د خلکو د شورا د معلوماتو له مخې، په کشرو کلي کې شاوخوا ٦٠٠ کورنۍ ژوند کوي.

دوی وايي: «په غور کې د طالبانو والي دغو کورنیو ته امر کړی، چې ژر تر ژره خپل کورونه پرېږدي او دا چې حق نه لري، چې کرنیز محصولات، وسایل او څاروي له ځانه سره یو سي.»

تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

یو شمېر ځايي اوسېدونکي، چې د طالبانو له خوا «جبري ایستلو» ته اړ شوي، افغانستان انټرنشنل ته ځینې اسناد استولي او ادعا کوي، چې په دغه کلي کې له څو نسلونو او نږدې ۵۰۰ کلونو راهیسې ژوند کوي.

دوی وايي، چې د افغانستان د تاریخ کې د لومړيو وختونو د ملکیت سندونه لري؛ خو طالبان دا اسناد نه مني.

نور خبرونه

رادیو