په غزه کې د اسراییل بمبارۍ ۴۸ کسان وژلي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د فلسطین روغتیایي چارواکي وایي، چې د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د اسراییل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي. دا بریدونه د ګوزڼ واکسین د کمپاین له پیلیدو سره هم‌مهاله شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، ملګري ملتونه وایي،‌چې په هغې سیمه کې چې دوی د شاو خوا ۶۴۰ زره ماشومانو لپاره د پولو واکسین د پیلیدو په درشل کې دي، اسراییلي ځواکونه او حماس وسله والې ډلې ترمنځ هره ورځ بې وقفې اته ساعته جګړه روانه وي.

د غزې د روغتیا وزارت مرستیال یوسف ابو الریش وویل؛ د واکسین ټیمونه به هڅه وکړي تر څو د امکان تر حده ډېرې سیمې تر پوښښ لاندې راولي، خو یو جامع اوربند کولې دغه واکسین تر امکان څخه ډېرو ماشومانو ته ورسوي.

هغه د سویلي ښار خان یونس په ناصر روغتون کې خبریالانو ته وویل: «که نړېواله ټولنه په ریښتیا هم غواړي چې دا کمپاین بریالی شي، باید د اوربند غوښتنه وکړي، په دې باید پوه شي چې دا ویروس نه دریږي او هر ځای ته خپریدلی شي.»

د شنبې په ورځ، ډاکټرانو د رسمي کمپاین له پیل مخکې په سمبولیک ډول ناصر روغتون کې ځینو ماشومانو ته واکسین وکړ.

دا کمپاین وروسته له هغه ترسره کیږي چې غزه کې یو ماشوم د پولیو له امله فلج شوی او دا په تېرو ۲۵ کلونو کې په سیمه کې لومړۍ پیښه ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان چارواکي وايي، چې لږ تر لږه ۹۰سلنه ماشومان د کمپاین د بریالیتوب لپاره د څلورو اونیو په منځ کې دوه ځلې واکسین ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو