طالبان: له ترکمنستان سره مو د ټاپي پروژې د چارو پلي کولو هوکړه لاسلیک کړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

طالبان وايي د دوی د افغانستان د برېښنا شرکت اجراييوي مشر عبدالباري عمر د ترکمنستان له انرژۍ وزير اناګلدي ساپاروف سره په عشق اباد کې د ټاپي پروژې د چارو د پلي کولو هوکړه لاسلیک کړه.

طالبانو په خپله اعلاميه کې ټاپي د خپلو مهمو پروژو څخه ياده کړې.

د طالبانو په واک کې د افغانستان برېښنا شرکت د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په دې هوکړه کي په دواړو هېوادونو کې د همدې پروژې د پلي کولو لپاره تاسیسات جوړول او د پروژو اړوند اسنادو بشپړولو ژمنې وشوې.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري تېره چارشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر ولاړل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د خبر له مخې، په دې سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو، ماليې، او ټولګټو وزارتونو او د برېښنا شرکت یو پلاوی له هدایت الله بدري سره په دې سفر کې مل دي.

د کانونواو پټرولیم وزارت د ویاند همایون افغان ويلي، دا پلاوی له رکمنستاني چارواکو سره په عشق ابادکې د ټاپي، ټاپ او پټلۍ برخو کې د دوه اړخیزې همکاریو پر پراختیا او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په تړاو خبرې کوي.

ټاپي نل لیکه ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، د افغانستان له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان او بیا هند ته ۳۳ میلیارډه متره مکعبه ګاز ولېږدوي.

دغه ګاز پنځه میليارډه متره مکعبه به یې په افغانستان کې وکارول شي.

د دې پروژې ټول لګښت لس ميليارډه ډالر اټکل شوی.

نور خبرونه

رادیو