د سراج الدین حقاني ویاند وايي، بشري حقونه یو «بې ځایه او شرموونکی شعار» دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د وږي ۹ مه نېټه له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتیري د وتلو پر ورځ «بشري حقونه» یو «بې ځایه او له شرمه ډک شعار» وباله.

ښاغلي قانع په یوه اعلامیه کې ناټو «تر ټولو ستر طاغوتي پوځي ځواک» وباله.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو په مناسبت په يوه اعلاميه کې ویلي، چې مسلمانان باید «متحد او منظم» شي او د «کفارو» پر وړاندې مبارزه وکړي.

دغه طالب چارواکی همداراز په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځ شل کلن شتون پر دغه هیواد تیری وباله او ټینګار یې وکړ، چې طالب ډلې دوی ته د عبرت درس ورکړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د امریکا او د ناټو وتل « د شرمنده ځواکونو» د وتلو ورځ بللې او له افغانستانه د امریکا وتل یې د طالب ډلې بریا ګڼلې ده.

تر دې وړاندې طالبانو د زمري ۲۴مه د «امریکا او متحدینو اشغال » پر وړاندې د خپلې بریا د ورځې په توګه لمانځله.

طالبانو دغه ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې او کابل ته یې د خپل راتګ دریمه کلیزه ولمانځله.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو بیا له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو په مناسبت په غبرګون کې د طالبانو چارواکو ته لیکلي، چې دا ډله اوس هم له امریکا څخه هره اوونۍ پیسې ترلاسه کوي او د امریکا ملاتړ ورسره دی.

نور خبرونه

رادیو