ملا هبت‌الله بادغیس ته د خپل سفر پر مهال د «اسلامي نظام د ټینګښت» سپارښتنې کړې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د پنجشنبې په ورځ بادغیس ولایت ته تللی او هلته یې له سیمه ییزو طالب چارواکو سره لیدلي دي.

سرچیني وايي، چې ملا هبت‌الله له بادغیس وروسته شمالي ولایتونو په سفر روان شوی.

بادغیس ته د ملا هبت‌الله دغه سفر ناڅاپي شوی او په دې اړه د طالبانو ویاندیانو رسنیو ته څه نه وو ویلي.

د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزیون د شنبې په ورځ د (وږي ۱۰مه) د بادغیس ولایت د رسنیز دفتر له لوري د یوې خبرپاڼې په حواله په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ملا هبت‌الله په بادغیس کې د یاد ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې «د اسلامي نظام د ټینګښت، د شریعت پلي کول، د جهاد د لاسته راوړونو ساتل او د مسلمانانو د اولادونو تر منځ د اسلامي زده‌کړو د رواج کولو» لارښوونې کړې دي.

ملا هبت‌الله د پنجشنبې په ورځ بادغیس ولایت ته سفر کړی، خو طالبانو د نوموړي د سفر په اړه دوه ورځې وروسته خبرپاڼه خپره کړه.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون دا نه دي ويلي، چې له ملا هبت‌الله سره په دغه سفر کې نور کوم طالب چارواکي ګډون لري.

له بادغیس ولایت څخه پر ټولینزو پاڼو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې دغه ولایت ته د ملا هبت‌الله د ورتګ لپاره کلک امنیتي چمتوالی نیول شوی و.

یو شمېر سرچیني وايي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله له بادغیس ولایته وروسته شمالي ولایتونو ته په سفر وتلی دی خو تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو