روسیه وايي د اوکراین برید په بلګورود کې ۵ تنه وژلي او ۴۶ نور یې ټپیان کړي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د جمعې په ورځ ناوخته د روسیې په سویل لوېدیځ بلګورود ښار کې د اوکراین په برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي. د سیمې والي ویلي، چې دا په وروستیو میاشتو کې پر دغه ښار د اوکراین تر ټولو پراخ برید دی.

ویاچیسلاو ګلادکوف وویل، چې د اوو ماشومانو په ګډون ۳۷تنه ټپیان د دغه ښار روغتونونو ته وړل شوي چې له اوکراین سره د پولې په ۴۰کیلومترۍ کې پروت دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د یو موټر څخه اخیستل شوې ویډیو ښيي چې برید پر یو موټر شوی او وروسته څو متره لرې بله چاودنه شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی دی.

دغه وزارت د شنبې په ورځ وویل: "یو ځل بیا موږ په ټولو مسولو حکومتونو او اړوندو نړۍوالو جوړښتونو غږ کوو چې دا وحشیانه تروریستي برید په کلکه وغندي او په ښکاره توګه د کییف رژیم او د هغه د لویدیځ ملاټړو څخه ځان لرې وساتي."

دغه وزارت پر اوکراین د روسیې یرغل ته په اشارې سره ویلي، چې د دغه هیواد "ځانګړي پوځي عملیات" به تر هغه دوام وکړي تر څو چې د اوکراین د "بې وسلې کولو" په ګډون ټول اهداف ترلاسه شي.

د روسیې د تحقیقاتو کمېټې پر ټیلیګرام خپور کړي پیغام کې وویل، چې د برید په اړه یې جنایي قضیه پیل کړې ده.

اوکرایني چارواکو پرون(جمعې په ورځ د وږي نهمه) ویلي و، چې روسیې د اوکراین په شمالي ښار سومي کې پر یوې فاریکې برید کړی. د چارواکو په وینا، برید کې دوه ښځې وژل شوې او لږ تر لږه ۱۱ نور کسان ټپیان شوي وو.

روسیې په قصدي توګه د ملکي وګړو په نښه کول په کراتو رد کړي، خو په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د دغه هېواد د یرغل له پیل راهیسې روسي پوځیانو په زرګونه کسان د جګړې پر مهال وژلي او ټپیان کړي دي.

نور خبرونه

رادیو