په ایران کې د ټولنیزو رسنیو فعال حسین شنبه زاده په ۱۲ کاله بند محکوم شو

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

په ایران کې د ټولنیزو رسنیو یو فعال حسین شنبه زاده په دولس کاله بند محکوم شوی، چې د اسلامي جمهوریت د قوانینو له مخې پنځه کاله یې د تطبیق وړ دي.

د هغه وکیل امیر رییسان د شنبې په ورځ د ایران شرق شبکې ته وویل، چې د محکمې د پرېکړې له مخې، شمبه زاده د «اسراییل په ګټه د تبلیغاتي فعالیتونو» په تور په ۵ کاله بند، «مقدساتو ته د سپکاوي» په تور په ۴ کاله بند، «د دروغجنو نشراتو» په تور په ۲ کاله بند او د «نظام پر وړاندې د تبلیغي فعالیت» په تور په یوه کال بند محکوم شوی دی.
د اسلامي جمهوریت د قوانینو له مخې، که یو تورن ته د دغه ډول د بند سزا واورول شي، په هغه بند محکومیږي، چې موده یې د نورو جرمونو په پرتله اوږده وي.
هغه وویل: «د قضیې په اړه زموږ یو اعتراض دا دی چې د اسراییلو په ګټه د تبلیغاتي فعالیتونو تورونه کوم ځانګړی مادي اساس نه لري او یوازې د تورن د شخصي چټونو یادونه شوې ده.»
هغه زیاته کړه، چې په ټولنیزو شبکو کې د "مقدساتو سپکاوی سرلیک سره د محتوياتو خپرول"، او همدارنګه د نورو سیاسي بندیانو څخه د شنبه زاده ملاتړ، د سیاسي وضعیت په اړه څرګندونې، د "اعدام لپاره نه" هشټګ کارول، د اختیاري حجاب ملاتړ او د ابراهیم رییسي په وژلو د "خوښۍ" څرګندول او د ټاکنو پر ضد څرکندونې، هغه تورونه دي چې به شنبه زاده لګیدلي دي.
شنبه زاده یو ژباړن، ادبي مدیر، پخوانی سیاسي بندي او د ټولنیزو شبکو فعال دی، چې ډېری خلک هغه د طنزي انتقادي لیکنو او صریح ژبې لپاره پر اېکس ټولنیزې شبکې تعقیبوي.
هغه خپلې کورنې سره په ټلیفوني اړیکه کې تایید کړې چې اردبیل ته د سفر پر مهال نیول شوی دی.

نور خبرونه

رادیو