په امریکا کې مېشت ځینې افغانان هېواد ته د بېرته ستنیدو وېره لري

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان له سقوط وروسته امریکا ته د راوړل شوو افغانانو له ډلې ۲۱ زره کسانو یې د پناه اخیستو لپاره حکومت ته غوښتنلیکونه سپارلي او ۳۱۰۰ کسان توانیدلي دي، چې د ۲۰۲۵ کال تر مې میاشتې خپل لنډمهاله خوندي حالت وساتي.

ګارډین ورځپاڼې د هغو افغانانو ژوند انځور کړی، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي.

د دغه ورځپاڼې د راپور له مخې، له درېیو کلونو راهیسې چې امریکا په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي حضور پای ته رسولی دی، افغانستان په داسې یو هېواد بدل شوی چې په کې د ښځو په ګډون ډیری افغانان له زده کړو او نورو اساسي حقونو بې برخې شوي دي.
د دغې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې ۲۴ کلن عصمت الله سلطاني هغه وخت له افغانستانه وتلي و، چې طالبانو په بشپړه توګه افغانستان ونیوه.
سلطاني وايي:«موږ په کالیفورنیا کې خوندي یو. زما کوچنۍ خور کولی شي ښوونځي ته لاړه شي. زه له خپلې ټولې کورنۍ سره چکر ته ځم او ان فوټبال هم کوو.»
په داسې حال کې چې د بایډن ادارې په متحده ایالاتو کې د لسګونو زرو افغانانو په انتقال او بیا مېشت کولو کې مرسته کړې ، خو له افغانستانه د دغه هېواد د پوځ له ګډوډ وتلو درې کاله وروسته ډیری افغاننان د بېرته ستنولو وېره کې یوازې د لنډمهاله قانوني خوندیتوب سره په ناڅرګند حالت کې ژوند کوي.
د امریکا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له ۷۷۰۰۰ څخه زیات افغانان د کډوالۍ د یوې ویزې له مخې چې د پرول په نوم یادیږي، امریکا ته انتقال شوي دي.
په امریکا کې مېشتو افغانانو ته د اوسېدو لنډ مهاله اسنادونه ورکړل شوي و، چې یوازې دوه کاله د اعتبار موده یې لروده.
له افغانستانه راوړل شویو کسانو ته ویل شوي و، چې باید د بیا مېشتېدني لپاره امریکا کې د پناه غوښتنه وکړي.
د ګارډین ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې په امریکا د هغو کسانو د پناه غوښتني منل کیږي، چې د نژاد، مذهب او سیاسي نظریاتو پر بنسټ له ګواښونو څخه تښتیدلي وي.
له بلې خوا د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزې بیا یوازې هغو افغانانو ته ورکول کیږي، چې له امریکايي ځواکونو سره یې د ژباړونکو په توګه یا د امریکا د دولت سره یې په نورو برخو کې دنده تر سره کړې وي.
ګارډین د سلطاني له قوله لکیلي: « زما پناه غوښتنه منل شوې او بيا مې د ګرین کارت لپاره غوښتنه کړې، خو تر هغې چې ګرین کارټ ترلاسه نکړم، افغانستان ته د بیا ګرځېدو فکر او اندېښنه به راسره وي.»
د امریکا د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، په امریکا کې ۱،۲ میلیونه وګړو د امریکا د تابیعت تر لاسه کولو لپاره غوښتنې ثبت کړي دي.
د راپورونو له مخې، له یاد شمېر څخه بیا ۲۱۰۰۰ یې افغانان دي.
ګارډین دا راپور په داسې حال کې خپروي، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو څو ورځې وړاندې د یو شمېر سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې د تخلیې په پروګرام کې امریکا د تېر نظام د ارګ او درې ګونو امنیتي ادارو د دوو وزیرانو، دوو لوی درستیزانو او اتو مرستیالانو په ګډون ۲۸۴ جنرالانو، رییسانو او قوماندانانو ته د اوسېدو دایمي اسناد نه دي ورکړي.

نور خبرونه

رادیو