په ایران کې د جوړې شوې الوتکې په اړه د یوې جرمني مجلې راپور: سیمرغ هماغه انتونوف ۱۴۰ ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د جرمني د هوايي چلند مجلې "فلوګ ریویو" په یو راپور کې لیکلي چې ایران د خپل هوايي ځواک لپاره سپکې ترانسپورتي الوتکې جوړوي.

د دې الوتکې یو ډول له ۲۰۲۳ راهیسې الوتنه کوي او اوس یې یو بل ډول چې دوه انجینه لري او سیمرغ نومیږي د وړتیا د ازموینې او تایید له پروسې تیریږي.

دغه مجله لیکي چې سیمرغ په اصل کې هماغه انتونوف An-۱۴۰ اوکرایني الوتکه ده، چې ایران یې تر دې مخکې هم د جوړولو کوښښ کړی و.

د «فلوګ ریویو» د راپور له مخې، «ایرانیانو له ۲۰۰۰ ام کال راهیسې د اوکراین د اجازې په اساس په اصفهان کې د حیسا د الوتکو په فابریکه کې دغه لنډ واټنه الوتکه جوړوي.»

د ایران او اوکراین ترمنځ‌ د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې وه چې له دغو الوتکو څخه سل دانې هغه مهال جوړې او په عمده توګه د ایران په هوايي شرکتونو کې وکارول شي.

د «فلوګ ریویو» د راپور له مخې، د دغې الوتکې د جوړوالو کارخانه د دولس IrAn-۱۴۰ الوتکو له جوړولو وروسته وتړل شوه. چې یوه الوتکه یې د سپاهان هوايي شرکت اړونده وه، چې په ۱۳۹۳ کال کې له تهران څخه تر الوتنې وروسته نسکوره شوه او ۴۸ کسان پکې وژل شوي و.

تر دې مخکې په ۱۳۸۷ کال کې د ایران یوه بله IrAn-۱۴۰ الوتکه د روزنیزې الوتنې پر مهال اصفهان ته نژدې وغورځېده، چې د عملې پنځه غړي په کې ووژل شول.

د یوې الوتکې پرته چې د پولیسو په واک کې ده او د ګزمې لپاره کارول کیږي، پاتې الوتکې ویجاړې او ذخیره شوي دي.

د خپرو شویو انځورونو له مخې، د سیمرغ الوتکې په بیارغول شوې بېلګه کې د الوتکې شاته د بارونو لپاره دروازه لګول شوې او د چارواکو په وینا انجنونه یې هم له پخوا څخه ښه شوي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د رسنیو له خوا د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، سیمرغ خپله لومړۍ الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړې ده.

د جرمني مجلې «فلوګ ریوو» لیکلي چې د سیمرغ په خپرو شویو انځورونو کې د کابین کړکۍ پوښل شوي او دې کار داسې ګونګوسې راپورته کړې، چې دوی د دې الوتکې په جوړولو کې له اوکراین څخه د ترلاسه شوو IrAn-140 الوتکو ځینې برخې کارولي دي.

د سيمرغ په اړه د خپرو شويو تخنيکي معلوماتو له مخې، دا الوتکه تر شپږو ټنو پورې کارګو لېږدولاى شي او ښايي د IrAn-140 مسافر وړونکو الوتکو په څېر، د روسي TW3-117 انجن نسخه په کې کارول شوي وي.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي وايي، د IrAn-140 الوتکو ستونزې څیړل شوي او حل شوي دي، او هغه پاتې دغه ډول الوتکې چې زیرمه شوې، په راتلونکې کې ښايي په سیمرغ الوتکو بدلې شي.

فلوګ ریویو لیکلي، شونې ده چې دغه الوتکې پر سیمرغ بدلې شي او پر دې اساس د اصفهان په حیسا فابریکه کې یو ځل بیا د نویو الوتکو د جوړولو پلان جوړ شي. په همدې حال کې دا امکان نه لري چې ایران به په دې برخه کې د اوکراین له تخنیکي او لوژیستیکي مرستو څخه ګټه پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو