د هوا پېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وايي، چې سبا د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

د دغه ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه «له ۱۵ تر ۳۵» ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، روزګان او کندهار ولایتونو په اړه شوې ده.
د هوا پیژندنې ادارې (د وږي په ۱۱مه نېټه) په دغو ولایتونو کې د تېزو ورښتونو، برېښنا، سېلابونو، او بادونو اټکل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې، د اقلیم د بدلون له امله، په دې وروستیو کې په ډېری ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي، چې زیات شمېر افغانانو ته یې ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.
طالبانو بیا دغو زیانونو ته په کتو سره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د چمتووالي په موخه لس کلن پلان نږدې بشپړ کړی دی.
دا پلان په داسې حال کې جوړېږي، چې افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد بلل شوی دی.
یادې ډلې له نړۍوالو په وار وار غوښتي، چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې دې ورسره سیاسي چلند نه کوي.

نور خبرونه

رادیو