اسراییل په لویدیځې غاړه کې د حماس یو قوماندان وواژه

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

اسراييلي پوځ د جمعې په ورځ (د وږي ۹مه) وویل، چې د لويديځې غاړې په جنین ښار کې یې د حماس یو قوماندان او دوه جنګیالي د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې وژلي دي.

په همدې حال کې د اسراییلي پوځ ویاند د شپږ کیلومترو په اوږدوالي د شپږو تونلونو د ویجاړولو، د څه باندې ۲۵۰ ترهګرو د له منځه وړلو او د شپږو اسراییلي برمته شویو د جسدونو د موندلو خبر ورکړی.

رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې راغلي، چې د حماس قوماندان وسیم حازم د جنین په ښار کې په هغه موټر کې ووژل شو، چې وسلې، مهمات او په زیاته اندازه نغدې پیسې په کې بار وې.
د اسراییلي پوځ په وینا، حازم د اسراییل پر ضد په ګڼو بریدونو کې لاس درلود او د حماس ځواکونو یې نورو بریدونو ته چمتو کول.
اسراییلي ځواکونو د لویدیځې غاړې په شمال کې د عملیاتو په ترڅ کې د زباده ښار په جنین سیمه کې یوه وسله واله ډله په نښه کړه چې په هغه کې واسم حازم هم شامل و.
د مایسرع مشرقه او عرفات عامر په نومونو دوه نور وسله وال کسان چې د حماس غړي او د حازم تر قوماندې لاندې وو، د اسراییلي الوتکو له خوا په داسې حال کې ووژل شول چې غوښتل یې له دغه موټر څخه وتښتي.
دغو دوو کسانو د لویدیځې غاړې امنیتي دیوال ته څېرمه پر اسراییلي سیمو په بریدونو کې برخه اخیستې وه.
د پوځ په وینا، په تېرو ساعتونو کې، د غزې په تړانګه کې له ۳۰ څخه زیاتې پوستې د اسراییل د هوایي ځواک له خوا په نښه شوي دي.
د الجزیرې د رايور له مخې، د تېر کال د اکټوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ زره او ۶۰۲ فلسطینیان وژل شوي او ۹۳ زره او ۸۵۵ نور ټپیان شوي دي.
بل خوا، د حماس په مشرۍ وسله والو د تېر کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید کې، یو زرو ۱۳۹ اسراییلیان او بهرنیان وژلي وو.

نور خبرونه

رادیو