د بخښنې نړۍوال سازمان وایي، چې طالبان په جبري تري تم کولو سره خپل مخالفان ځپي

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د بخښنې نړۍوال سازمان د تري تم شویو کسانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې طالبان په جبري توګه د خپلو مخالفانو له تري تم کیدو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي.

یاد سازمان زیاته کړه، چې افغانستان له ۱۹۷۰ میلادي کال څخه تر اوسه په سیمه کې په جبري توګه د تري تم شویو کسانو تر ټولو لوړه کچه لري.
دغه سازمان په جبري توګه د خلکو د تري تم کولو د عاملینو پر محاکمې ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل، څو ژر تر ژر په دې برخه کې خپل اقدامات پایته ورسوي او نیول شوي کسان خوشې کړي.
د بخښنې نړۍوال سازمان په خپل راپور کې په بېلابېلو دورو کې په جبري توګه د تري تم شویو کسانو پیښې څیړلي او لیکلي یې دي: «د بېبلابېلو سازمامانونو مستندونه ښيي چې د برمته کولو ورته پېښې د بېلابېلو قوموو ترمنځ شوي دي چې په ځانګړې توګه د هزاره ګانو پر ټولنې یې خورا بد اغېز درلودی.»
په راپور کې ټينګار شوی، چې په افغانستان کې حکومتونه د قربانیانو لپاره د عدالت په ټینګښت کې ناکامه دي.
د بخښنې نړۍوال سازمان وایي، چې په افغانستان کې وضعیت لا هم نازک دی او تر ډېره له پامه غورځول شوی دی.
دغه سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون راپورونو او د مدني ټولنې هڅو ته په کتو سره وایي، چې د تورنو کسانو عادلانه محکمې ته په بېړنۍ توګه اړتیا ده.
د بخښنې نړۍوال سازمان وايي، چې پر افغانستان د طالبانو بیا ځلې واکمني په سیستماتیک ډول د تري تم کیدو د پېښو لامل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو