اروپايي ټولنه ۶۰ زره اوکرایني پوځیان روزي

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورل وویل، چې اروپايي ټولنه سږ کال د ۶۰ زره اوکرایني سرتېرو د روزنې پلان لري او غواړي نور ډېر کارونه هم وکړي، خو د اوکراین په خاوره کې د دې کار د امکان په اړه اختلاف شتون لري.

بورل د جمعې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو تر غونډې لږ مخکې وویل: «موږ به د اوکرایني پوځیانو د روزنې لپاره د خپل ماموریت د پراخولو پر لارو چارو خبرې وکړو.»
هغه زیاته کړه: «موږ په کیف کې د همغږۍ مرکز پر جوړولو غور کوو، خو د اروپايي جوړښتونو په چوکاټ کې د اوکراین په خاوره د اوکرایني پوځیانو د روزنې لپاره هیڅ موافقه شتون نه لري.»
دې موضوع د اروپايي ټولنې د اووه ويشتو غړو هېوادونو ترمنځ اختلاف پيدا کړي او په داسې حال کې چې د فرانسې، استونيا او سويډن په ګډون يو شمېر هېوادونه د اوکراين په خاوره کې د اوکرايني سرتېرو د روزنې ملاتړ کوي، خو ځینې د دې پروګرام له امله د شخړو د زياتېدو په اړه اندېښمن دي.
همدا راز بورل یو ځل بیا د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له خوا اوکراین ته د وسلو د استولو د چټکولو غوښتنه وکړه.
بورل وویل: «زه فکر کوم دا به مسخره کوونکې وي، چې ووایو چې د روسیې په خاوره کې د موخو په نښه کولو جواز صادرول د مسکو سره د جګړې په مانا دي.»
د روسیې د وروستیو هوايي بریدونو پر وړاندې، اوکراین په وار وار له خپلو متحدینو غوښتي چې پر دغه هېواد د بېلابېلو وسلو د کارولو په برخه کې محدودیتونه لغوه کړي.

نور خبرونه

رادیو