په غزه کې د اوربند په اړه د دوو پخوانیو اسراییلي او فلسطیني چارواکو پلان

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د اسراييل پخواني لومړي وزير ايهود اولمرت او د فلسطيني ادارې د بهرنيو چارو پخواني وزير ناصر القدوه د جمعې په ورځ (د وږي نهمه) په يوې ګډه اعلاميه کې د غزې په تړانګه کې د روانې شخړې د پای ته رسولو او د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو پلان وړاندې کړ.

دغو دواړو چارواکو موافقه کړې، چې د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د رامنځ ته کولو، په غزه کې د شخړو د پای ته رسولو، د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او په پای کې د «دوه دولتونو، دوه ملتونو» پلان د پرمخ وړلو لپاره په ګډه کار وکړي.
د دغو دوو کسانو ګډ پلان د یوې ځمکنۍ حل لارې په چوکاټ کې دی چې اولمرت د خپل واک پر مهال د اسراییل د لومړي وزیر په توګه وړاندیز کړی و.
د اسراییل اوسني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په وار وار د یو خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
د سلوانيا پارلمان د جوزا په ۱۵مه نېټه د رايو په اکثريت سره د فلسطين خپلواکه دولت په رسميت وپېژنده او څه موده وړاندې اسپانيا، ناروې او ايرلنډ هم د فلسطين دولت په رسميت وپېژنده.
د اولمرت او قدوه پلان د ۱۹۷۶ کال د سرحدونو معیارونه ټاکي، خو په عین حال کې په ختیځ بیت المقدس کې د اسراییلي میشت ځایونو او د یهودانو د استوګنې سیمې په پام کې نیسي.
د دغه پلان له مخې به د فلسطین پلازمینه د ختیځ بیت المقدس په عربو سیمو کې موقعیت ولري. د بیت المقدس د زاړه ښار اداره به د فلسطین او اسراییل په ګډون د پنځو هېوادونو تر څارنې لاندې وي.
د ملګرو ملتونو عمومي شورا د ثور په میاشت کې په مجمع کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه مثبته رایه ورکړه.
د اسراییل، امریکا، چک جمهوریت، هنګري او ارجنټاین په ګډون ۹ هېوادونو د دغه پرېکړه لیک پر وړاندې منفي رایه ورکړه.
د اولمرت او قدرا په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د غزې تړانګه او د اردن سیند د لویدیځې غاړې خلک باید د ۲۴ نه تر ۳۵ میاشتو پورې د انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره ځانونه چمتو کړي.
اولمرت او قدوه په خپلې اعلامیه کې، د غزې د بیا رغولو لپاره د «بډایه هېوادونو په جدي ګډون» د یوې غونډې غوښتنه هم کړې.
اولمرت له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۹ پورې د اسراییل لومړی وزیر او قدوه له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶ پورې د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر و.

د اسراییل پخوانی لومړی وزیر ایهود اولمرت


نور خبرونه

رادیو