د اسلامي همکاریو سازمان د متقي په حضور کې د افغانستان ملي بیرغ وځړاوه

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځوسمې غونډې په رسمي مراسمو کې د افغانستان ملي بیرغ وځړاوه او د طالبانو د حکومت سپین بیرغ ته یې اجازه ور نه کړه.

په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون کړی دی.

دا غونډه پرون په کامرون جمهوریت کې پیل شوه.

د دې غونډې په خپرو شویو انځورونو کې د افغانستان ملي بیرغ د نورو هېوادونو د بیرغونو تر څنګ ځوړند دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه ورنکړل شوه، چې د پنجشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د پرانېستې په رسمي انځور کې ګډون وکړي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري یا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې کابل ته د طالبانو له راتګ درې کاله تېر شول، خو د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه طالبان په رسمیت نه پېژني.

نور خبرونه

رادیو