د روغتیا نړۍوال سازمان: غزه کې د ماشومانو د واکسین لپاره په لنډمهاله اوربند هوکړه شوې

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د روغتیا نړۍوال سازمان یوه جګپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د اسراییل پوځ او حماس د پولیو واکسین د کمپاین د پیل لپاره پر درې ورځني اوربند هوکړه کړې.

ټاکل شوې چې د څه باندې ۶۴۰ زره ماشومانو د واکسین بهیر د وږي په ۱۱مه پیل شي.

په فلسطین کې د روغتیا د نړۍوال سازمان لوړپوړي چارواکي ریک پیپرکورن ویلي، د غزې د شخړو په سیمو کې به درې ورځنۍ ډزبندي وشي.

دغه کمپاین به د غزې په مرکز کې د سهار له شپږو بجو څخه د ماسپښین تر درې بجو پیل شي او بیا به د غزې تر سوېلي او شمالي سیمو وغځیږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د وږي په دویمه ومنله چې په غزه کې لږترلږه یو ماشوم د ویروس ۲ له امله ګوزڼ وهلی دی.

دا په تېرو ۲۵ کلونو کې لومړی ځل دی چې په غزه کې یو ماشوم ګوزڼ وهي او ورغتیا یې زیانمنوي.

تر دې مخکې د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي و، چې ښايي په غزه کې د پوځي عملياتو يوه برخه وځنډول شي، څو کوچني ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسين شي.

د حماس یوه چارواکي باسم نعیم رویټرز ته وویل: «موږ د دې کمپاین د امنیت د ټینګښت لپاره له نړۍوالو سازمانونو سره همکارۍ ته چمتو یو، چې په غزه کې له ۶۵۰ زرو څخه د زیاتو فلسطینی ماشومانو خدمت او ساتنه وکړو.»

د اسراییل پوځ د چهارشنبه په ورځ وویل چې د واکسین کمپاین به د پوځ له خوا همغږي شي «د معمول په څير به بشري مرستو ته د لاسرسي لپاره د وقفې په توګه خلکو ته اجازه ورکړي، چې د واکسین ورکولو روغیایي مرکزونو ته ورسیږي.»

پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۴۰ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۲،۳ میلیونه وګړي بې ځایه شوي دي.

د فرانسي خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې په غزه کې د اوربند او د اسراییلي یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانې دي.

د ۱۲ په نوم اسراییلي رسنۍ راپور ورکړی، چې د اسراییل د دفاع وزیر یواو ګالانټ د وږي په اتمه د کابینې په ناسته کې د اوربند د خبرو اترو د ناکامۍ خبرداری ورکړی .

په سیمه کې کړکېچ په وروستیو اونیو کې په تېره بیا په بیروت کې د حزب الله د جګپوړي قوماندان فواد شکر او په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته زیات شوی دی.

نور خبرونه

رادیو