متقي: د طالبانو حکومت، د تبليغاتي جګړې هدف او د يو اړخيزو راپورونو موضوع ګرځول شوې

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو پنځوسمه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د دغې ډلې حکومت "د يوې منظمې تبليغاتي جګړې هدف" او د يو اړخيزو "مغرضو راپورونو" موضوع ګرځول شوې ده.

امیر خان متقي نړۍوالو ته په اشارې سره وایي، چې له طالبانو څخه په غیر منصفانه ډول د مشروع حاکمیت او ان په نړۍوالو تخصصي سازمانونو کې د استازيتوب حق اخيستل شوی دی.
متقي همداراز په خپلو خبرو کې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه ناعادلانه وبلل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان بانک ميلياردونه ډالر شتمني د امريکا د متحدو ايالتونو له خوا کنګل شوې ده.
نوموړی له ټولو هېوادونو غواړي، چې د مرکزي بانک د ټولو شتمنيو د ازادولو او پر افغانستان د اقتصادي او پر طالب مشرانو د سفري بنديزونو د لرې کولو لپاره جدي هڅې وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په خبره، پر افغانستان نړۍوال بندیزونه د مرکزي بانک د دندو د ځنډېدو، د اقتصادي ودې او ان د سيمه ييزې سوداګرۍ د ورو کېدو او د دوه اړخيزو او څواړخيزو اړيکو د ټينګولو په موخه د راشه درشه د مخنوي لامل شوې ده.
متقي وایي: «زمونږ هيله ده چې د جګړې د وخت چلند د سولې پړاو ته را و نه لېږدول شي.»
نوموړی د نړۍ له هېوادونو پوښتنه کوي: «ايا دا منطقي ده چې يو کوربه هېواد دې د يوه هېواد د بهرنیو چارو وزير د بلنې له کبله له ملګرو ملتونو څخه اجازې اخيستنې ته اړ شي؟ ايا دغه ډول چلند په زوره د واکمن نړۍوال نظم عادلانه چلند تر پوښتنې لاندې نه راولي؟»
امیر خان متقي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې له درېیو کلونو راهیسې افغانستان له نړۍوالو بندیزونو سره مخ دی او ان د اسلامي همکاریو سازمان په نننۍ غونډه کې د طالبانو د سپین بیرغ اېښودو او متقي ته د نورو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره د ګډ رسمي انځور اخیستو ته اجازه ورنکړل شوه.
له دې سره، امیر خان متقي بیا زیاتوي: «خوښ يم چې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزيرانو په غونډه کې په داسې حال کې د خپل هېواد په استازيتوب ګډون کوم چې له لسيزو وروسته اوس په افغانستان کې نه بهرنی عسکر شته او نه کورنۍ جګړې.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې اوسمهال له افغانستانه د لوېديځ د نظامي او فکري (اشغال) لمن په بشپړه توګه ټوله شوې او دغه راز په هېواد کې د قدرت جزيرې له منځه تللي دي.
نوموړي چې خپل حکومت متعهد او مسوول حکومت وباله وایي، چې په افغانستان کې اوسمهال بشپړ امنیت رامنځته شوی او په دولتي ادارو کې هم فساد له منځه تللی دی.
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ درې کاله پوره شوي، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ یو هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د نړۍ بېلابېل هېوادونه وایي، چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو شرط د دوی د افراطي سیاستونو پای ته رسول دي.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې ټول انساني حقوق بیا په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.
د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل، طالبي حجاب، د موسیقۍ حرام بلل، د نارینه و د ږیري پر اندازې څارنه، له محرم پرته د ښځو د سفرونو مخنیوی، د ښځو پر ورزش او ان د ښځو پر غږ بندیزونه هغه لاملونه دي، چې تراوسه نړۍوال یاده ډله په رسمیت نه پېژني او طالبانو هم په خپل چلند کې کوم نرمښت نه دی راوستی.

نور خبرونه

رادیو