د پاکستان کورنیو چارو وزیر: هیچا ته هم د دولت پرضد د وسلې پورته کولو اجازه نه ور کوو

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد له ټولو سیاسي ګوندونو وغوښتل، چې د هغو کسانو په مقابل کې ور سره یو موټی اوسي چې د دولت حاکمیت ننګوي.

محسن نقوي زیاتوي، «څوک چې د دولت حاکمیت مني اندېښنې به یې ځوا ب شي، خو هیچا ته به دولت یا ریاست پرضد د ټوپک پورته کولو اجازه ور نه کړل شي.»

ښاغلي نقوي دا خبرې په اسلام اباد کې د پاکستان په مشرانو جرګه کې وکړې.

نوموړي په دې غونډه کې د سناتورانو د پوښتنو په ځوابولو سره بلوچستان ته د خپل وروستي سفر معلومات هم شریک کړل.

محسن نقوي له لومړي وزیر شهباز شریف سره پرون بلوچستان ته سفر درلود او هلته یې د دې صوبې د حکومت له مختلفو لورو سره پر امنیتي ستونزو خبرې وکړې.

د نقوي په خبره، ښاغلي شریف په پرونۍ غونده کې د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې ته د پنځه میلیارده روپیو او د ځايي خلکو د ستونزو اواري لپاره صوبايي سیمو ته اته میلیارده روپۍ ځانګړې کړې.

شهباز شریف پرون په کوټه کې له ځايي چارواکو سره په خبرو کې دا هم وویل، چې له وسلوالو سره خبرې نه کوي.

بلوڅ ازادیپال پوځ د اګسټ پر ۲۶ د بلوچستان په مختلفو سیمو کې پر پوځي او ولسي هدفونو بریدونه وکړل چې له امله یې تر ۷۳ کسان ووژل شول.

د پاکستان پوځ پوځ هغه مهال ویل چې د دې بریدونو په ځواب کې یې ۲۱ وسلوال وژلي او په مقابل کې یې د څلورو امنیتي سرتېرو په ګډون ۱۴ پوځیان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو اداره نن وايي، په دغه صوبه کې یې د استخباراتي مالوماتو له مخې عملیات پیل کړي، چې تر اوسه یې پکې په دریو بریدونو کې کې پنځه وسلوال وژلي او درې یې ټپي کړي دي.

بلوڅ بېلتونپال اسلام اباد په طبیعي زېرمو لکه سرو، سپینو او مسو د بډایه بلوچستان په لوټولو تورنوي او د دې صوبې د خپلواکۍ اخیستلو لپاره د چین د سترو پروژو د پلیتوب مخه نیسي.

د پاکستان لومړی وزیر هم وايي، دا بریدونه د پاکستان او چین د ګډو پروژو د مخنیوي لپاره دي، چې ارزښت یې ۶۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

دا پروژې د چین د ولسمشر شي جن پینګ د لار او کمربند پروژې برخه دي.

بېجینګ بلوچستان کې دغه بریدونه غندلي او د وسلوالو پرضد یې د پاکستان د قوي ملاتړ خبره کړې ده.

نور خبرونه

رادیو