سرچینې: جرمني په برلين او بن کې افغان استازولیو ته له طالبانو سره د تعامل لپاره وخت ور کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

سرچینې وايي، د جرمني حکومت د دوو افغان ډیپلوماټیکو استازولیو د تړلو یا طالبانو ته د سپارلو لپاره فشارونه ډیر کړي دي.

د سرچينو په وینا، جرمني په برلين کې د افغانستان سفارت او په بن کې د دغه هېواد قونسلګرۍ ته له طالبانو سره د تعامل لپاره وخت ورکړى دى.
سرچینې وايي، چې دغه تعامل لپاره جرمني په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن کې د افغانستان قونسلګرۍ ته تر راتلونکې اونۍ پورې وخت ورکړی دی. د دغو فشارونو موخه په جرمني کې د هغو افغان کډوالو د اېستلو لپاره د زمینې برابرول دي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
د جرمني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد د جمعې په ورځ (د وږي ۹ مه) د «مجرم» افغان کډوالو وېستل پیل کړي دي. شپیګل ورځپاڼې لیکلي، چې یو الوتکه چې ۲۸ «مجرم» افغان کډوال په کې سپاره وو له لایپزیګ څخه د کابل پر لور روانه شوې.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، په جرمني کې افغان ډيپلوماتانو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته ويلي، چې دوى چمتو نه دي، چې د طالبانو استازی ومني او يا هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره تعامل وکړي.
دوی زیاته کړه، چې که فشارونه همداسې دوام وکړي، دوی به اړ شي، چې په جرمني کې د افغانستان سفارت او په بن کې د کونسلګرۍ کليګانې د جرمني حکومت ته وسپاري.
افغانستان انټرنشنل ته د رسیدلو د معلوماتو له مخې، په مونیخ کې د افغانستان قونسلګرۍ له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل کړی دی. سرچینه زیاتوي، چې په ناروې کې د افغانستان پر سفارت هم ورته فشارونه شته، څو دغه استازولي هم له طالبانو سره تعامل وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په اروپا کې یې د افغانستان سفارتونو او قونسلګرۍ ماموریتونو څخه په وار وار غوښتي چې له دغه وزارت سره همکاري او تعامل وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و، چې په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان ۱۴ سفارتونه او قونسلګرۍ له دغه وزارت سره له همغږۍ پرته فعالیت کوي او د دغو څانګو قونسلګري خدمات د اعتبار وړ نه دي.
دغه وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۹مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او استرالیا کې د افغانستان سفارتونو او قونسلګریو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره له تعامل څخه انکار کړی دی.
په دې وروستیو ورځو کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د وروستي لیک په اړه یو شمېر اروپايي هېوادونو له افغان سفیرانو سره خبرې کړې دي.
په اروپا کې د افغانستان د سفارتونو تړل د دغو خبرو یوه برخه وه.

نور خبرونه

رادیو