په فرانسه کې د بې کوره ماشومانو شمېر کې بې سارې ډېروالی راغلی

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونېسف) له خوا د پنجشنبې په ورځ د خپور شوي راپور له مخې؛ په فرانسه کې د بې کوره ماشومانو شمېر په تېرو څلورو کلونو کې ۱۲۰٪ ډېر شوی دی.

د فرانسې د یونېسف ادارې راپور ورکړی، چې په فرانسه کې لږ تر لږه ۲۰۴۳ ماشومان د اوسېدو ځای نه لري، چې د ۲۰۲۰کال په پرتله ۱۲۰سلنه زیاتوالی ښيي.

په دغو ماشومانو کې ۴۶۷یې له درېیو کلونو کم عمر لرونکي دي. دا لومړی ځل دی چې د بې کوره ماشومانو شمېر له ۲۰۰۰ کسانو څخه ډېر شوی دی، کوم چې یونېسف "د اندېښنې وړ" بللی دی.

د یوې فرانسوي بشري حقونو د ملاتړ ادارې مشر پاسکال بریس په حکومت نیوکه کړې، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د دغه بحران د حل لپاره ژمنه کړې وه؛ خو بیا هم د دې ستونزې په حل کولو کې پاتې راغلی دی.‌

برېس له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره دې دغه ماشومان او د هغوی کورنۍ له دغې ناوړه حالته وژغوري.

د فرانسې د یونېسف مشرې اډیلین هازان ویلي: "د بې کوره ماشومانو په شمېر کې دا پرله پسې زیاتوالی یوه تراژیدي ده، د شپږم ځل لپاره زموږ شمېرې د وضعیت دوامداره خرابوالی په ګوته کوي، دا د ماشومانو د حقونو د نړۍوال کنوانسیون له اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده. "

یونېسف د فرانسې له نوي حکومت څخه وغوښتل چې دې، مسالې ته لومړیتوب ورکړي او د سرپناه شمېر د خپلې ژمنې سره سم زیات کړي.‌

د فرانسې د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو اتحادیې، د اغیزمنو خلکو لپاره د دایمي استوګنې په چمتو کولو کې پاتې راغلي دي.

نور خبرونه

رادیو