د اسلامي همکاریو سازمان امیرخان متقي ته په ګډو انځورونو کې د حضور اجازه ورنه کړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په پیل کې د رسمي ګډ انځور په اخیستو کې د حضور اجازه تر لاسه نه کړه.
ښاغلی متقي د دې سازمان په ۵۰مه ناسته کې د ګډون په موخه د افریقا لوېدیځ کامرون ته تللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې متقي په ۱۴۰۰ کال کې هم په اسلام اباد کې په دې ناسته کې برخه اخیستې وه او هغه وخت یې هم د ګډ‌ انځور اخیستو اجازه تر لاسه نه کړه.
دغه ناسته چې نن پنجشنبې پیل شوه، د طالبانو په استازیتوب بیا ځلې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پکې برخه اخیستې ده.
د یادولو ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درېیو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه هم دغه ډله په رسمیت نه پېژني.
له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي دي، د یادو هېوادونو تګلاره د طالبانو پروړاندې بدله شوې نه ده.

نور خبرونه

رادیو