"ای بي بي ای" پاپ ډلې له ټرمپ څخه غوښتي چې په خپلو برنامو کې دې د دوی سندرې نه غږوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د سویډني پاپ ډلې "ای بي بي ای" د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ ته نوماند ډونالډ ټرمپ کمپاین دفتر ته ویلي، چې د دوی سندرې دې د کمپاین په برنامو کې نه غږوي او ویلي یې دي، چې دوی د دغو سندرو د کارولو اجازه نه ده اخیستې.

د الجزیرې د راپور له مخې؛ دغې د پاپ موسیقۍ ډلې پنجشنبې په ورځ (د وږي ۸مه) په یوه بیان کې ویلي، چې د دغې ډلې مشهوره سندرې په شمول د نڅا ملکه، پیسې، پیسې، پیسې او ګټونکي دا ټول تېره میاشت په مینیسوټا کې د ټرمپ په کمپاین کې غږول شوي.

ریکارډ لیبل یونیورسل میوزیک په یوه خبر کې ویلي: «موږ له ای بي بي ای ډلې سره په ګډه وموندله، چې د دغې ډلې سندرې د ټرمپ په کمپاین کې غږول شوي دي.»

دا لومړۍ ځل نه دی چې هنرمندان ټرمپ د دوی د اجازې پرته خپلو سیاسي برنامو کې د دوی سندرې پر غږولو تورنوي.

د سول او فرنک کورنۍ هنرمند اسحاق هیس د دې میاشتې په پیل کې ټرمپ ته د دوی له اجازې پرته د موسیقۍ په کارولو د قانوني اقدام ګواښ وکړ.

د مارچ په میاشت کې ایرلنډۍ سندرغاړې سیناد اوکوننور هم له ټرمپ څخه وغوښتل چې خپلو کمپایني غونډو کې د دې مشهوره سندره «هېڅ هم له تاسره نه پرتله کیږي» نه غږوي.

نور خبرونه

رادیو