ندا محمد ندیم د هراتي روحاني د مناظرې بلنه بې ځوابه پرېښوده

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم له درېیو ورځو وروسته هم د هرات ولایت د دارالعلوم د غړي صبغت الله مولوي زاده د مناظرې بلنې ته ځواب نه دی ویلی.
ښاغلي مولوي زاده تېره دوشنبه د ښځو د زده کړو د حق په اړه ندیم ته د یوې مناظرې بلنه ورکړې وه.

نوموړي د یوې ویډیو په خپرولو سره د ښځو د زده کړو په اړه د ندا محمد ندیم څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان دیني عالمان او اسلامي نړۍ ورسره مخالف دي.
یاد نامتو روحاني د ښځو د زده کړو پر اهیمت ټينګار وکړ او د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر یې د رسنیو پر وړاندې علمي مناظرې ته بلنه ورکړه.
د هرات د دارالعلوم یاد غړی وايي؛ د دې لپاره چې د طالبانو د پوهنې وزیر دیني عالمانو ته د نجونو د زده کړو په اړه د شرعي قانون په اړه د بحث کولو ننګه کړې، د هرات دارالعلوم چمتو دی چې پر دې موضوع ورسره مناظره وکړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د یکشنبې په ورځ د دې وزارت د کلني راپور ورکولو په پروګرام کې وویل، څوک چې دیني واک نه لري باید ځان د ښځو د تعلیم په مساله کې مفتي ونه ګڼي.
ندیم خبریالانو ته خبرداری ورکړ؛ همداسې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې ځنډول شوي دي، په دې اړه پوښتنې هم تر ثاني امر پورې ځنډول شوي دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر همداراز له دیني عالمانو څخه وغوښتل، که څوک د حنفي فقهې پر بنسټ ثابت کړي، چې د ښځو زده کړې جایز دي دا مساله به حل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ښځو د زده کړو په اړه د دې ډلې پروګرامونه او تګلارې د اسلام له احکامو او د افغانستان له عنعناتو سره په ټکر کې نه دي.

نور خبرونه

رادیو