اوکراین وايي، چې د برېښنا پر مرکزونو د روسیې بریدونه اټومي تاسیساتو ته خطر پېښوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې ته د اوکراین ماموریت ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د روسیې د بې پېلوټه الوتکې او توغندي برید اوکراین دې ته اړ کړ، چې د اټومي انرژۍ څو واحدونه د برېښنا له شبکې څخه بهر کړي، چې د اټومي انرژۍ تاسیساتو ته خطر پېښوي.

اوکرایني چارواکو ویلي، چې روسیې د دوشنبې په ورځ د انرژۍ پر تاسیساتو په برید کې تر ۲۰۰ ډېر توغندي او ډرون کارولي دي.

د دغه ماموریت په لیک کې راغلي: "د روسیې فدراسیون په قصدي توګه د اوکراین د انرژۍ تاسیساتو په نښه کولو ته دوام ورکوي او په پام کې لري، چې د دې هېواد د اټومي برېښنا د کارخانو چارې ګډوډې کړي، هغه تاسیسات چې د اوکراین ډېری برېښنا چمتو کوي."

لیک کاږي: "د روسیې بریدونه په اوکراین کې د اټومي تاسیساتو باثباته عملیاتو او د ملیونونو خلکو خوندیتوب ته د پام وړ خطر دی."

روسیه د مارچ په میاشت کې د اوکراین د برېښنا شبکې باندې خپل بریدونه ګړندي کړي او کییف ویلي، چې روسیه هڅه کوي چې د ژمي دمخه د بریښنا تاسیسات خورا ضعیفه کړي.

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې لپاره د اوکراین ماموریت وویل، چې د دوشنبې د برید موخه د برېښنا تاسیساتو عملیات فلج کول وو.

د ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د دفتر رییس اندري یرماک په ټېلیګرام خپور کړي پیغام کې وویل: "دا د پوتین د رژیم له خوا قصدي پرېکړه ده چې نړۍ د اټومي ناورین سره ګواښي."

اوکراین دا نه دي ویلي، چې روسیې په مستقیم ډول په اټومي بټیو باندې برید کړی دی؛ خو د برېښنا د لیږد او توزیع سیسټمونو باندې برید د بریښنا د شبکې چلونکي دې ته اړ کړي، چې د اټومي برېښنا په بټیو کې تولید کم کړي یا اټومي واحدونه وتړي.

نور خبرونه

رادیو