په کندهار کې يو کس خپله مېرمن په چاړه حلاله کړې

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

په کندهار کې طالب امنيتي چارواکي وايي، چې په بولدک ولسوالۍ کې يو کس په چاړه د خپلې مېرمنې غاړه پرې کړې او وژلې يې ده.

د بولدک ولسوالۍ طالبان وايي، د پېښه انګېزه معلومه نه ده او دغه کس له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

د کندهار د بولدک ولسوالۍ څخه سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې وژل شوې مېرمن د کندهار اوسېدونکې «بي بي امينه» نومېده او ۲۰ کاله عمر يې درلود.

د معلوماتو له مخې؛ دغې مېرمنې شپږ مياشتي وړاندې د فاریاب ولایت له اوسېدونکي جان محمد سره واده وکړ او د بولدک ولسوالۍ په غلام فاروق کلي کې ګډ اوسېدل.

د بولدک ولسوالۍ د طالبانو امنيه قوماندان مولوی محمود پېښه تایید کړې او سیمه ييزو رسنيو ته یې ويلي، چې د دغه کس د نيولو هڅې کوي.

که څه هم د دې پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دی؛ خو له دې وړاندې ورته پېښې ډېری د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوي دي.

ښځينه فعالاني واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د بشري حقونو د بنسټونو نشتوالۍ، په کم عمر د نجونو ودول، نرواکه ټولنه او انساني حقونو ته د مېرمنو نه لاس رسۍ د دا او ورته نورو پېښو لاملونه يادوي.

د ښځو د حقونو فعالانې پر واکمنو طالبانو نيوکه کوي، چې پر مېرمنو د بنديزونو او محدويتونو سره - سره د دوی دا ډول ستونزو ته رسېدنه نه کوي.

نور خبرونه

رادیو