د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته لاړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر ولاړ.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د خبر له مخې؛ په دې سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو، ماليې، او ټولګټو وزارتونو او د برېښنا شرکت یو پلاوی ښاغلي هدایت الله بدري سره په دې سفر کې مل دي.

د کانونواو پټرولیم وزارت د ویاند همایون افغان په وینا؛ یاد پلاوی به په دغه سفر کې ترکمنستاني چارواکو سره په عشق ابادکې د ټاپي، ټاپ او ریل پټلۍ برخو کې د دوه اړخیزې همکاریو پراختیا او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په تړاو خبرې وکړي.

بل خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون (سې شنبه د وږي ۶مه) وویل، چې د ټاپي پروژه او افغان ـ ترکمن اقتصادي دهلیز او د انرژۍ د لېږد پروژې د پيلېدو په درشل کې دي.

د یادو پروژو په پیلېدو سره به افغانستان د سیمې لپاره د اتصال او اقتصاد په مرکز بدل شي.

ښاغلی متقي ویلي، یاده پروژه په ترکمنستان کې بشپړه شوې او د ګازو نل لیکه افغانستان ته غځول شوې. افغانستان بشپړ چمتوالی لري چې دغه پروژه پیل کړي.

د ټاپي نل لیکه ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د افغانستان له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان او بیا هند ته ۳۳ میلیارډه متره مکعبه ګاز ولېږدول شي.

د یادو ګازو څخه پنځه میلیارډه متره مکعبه به یې په افغانستان کې وکارول شي.
د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې ټول لګښت لس میلیارده ډالر اټکل شوی.

نور خبرونه

رادیو