امریکا د افغانستان د جمهوري نظام ۲۸۴ لوړ رتبه چارواکو ته د کډوالۍ دایمي اسناد نه دي ورکړي
افغانستان انټرنشنل - پښتو ته بېلابېلو سرچینو ویلي، چې د تخلیې په پروګرام کې امریکا د تېر نظام د ارګ او درې ګونو امنیتي ادارو د دوو وزیرانو، دوو لوی درستیزانو او اتو مرستیالانو په ګډون ۲۸۴ جنرالانو، رییسانو او قوماندانانو ته د اوسېدو دایمي اسنادونه نه دي ورکړي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو په امریکا کې یې له ۷۵ مېشتو پخوانیو نظامیانو او د امنیتي ادارو مشرانو، مرستیالانو او رییسانو سره د هغوی د کډوالۍ د دایمي اسنادو په تړاو خبرې کړې دي.
همدا راز په امریکا کې د کډوالو د یوې ادارې "لورټن" یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امریکا په ویرجینیا، کلفرونیا، اوهایو، میریلینډ، ویسټ ویرجینیا او فلادلفیا کې د دوی له دفترونو سره ۱۱۸ پخواني نظامیان او جنرالان ثبت دي، چې لا یې دایمي اسناد نه دي تر لاسه کړي.
د یادې ادارې سرچینه وايي، چې امریکا ته د لویه برخه افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې او همدا راز حقوقي چارو دوسیې دوی پر مخ وړي.
که څه هم دغې سرچینې له مونږ سره د ۱۱۸ جنرالانو، رییسانو او قومندانانو د اوسېدو اسنادونو د نه ترلاسه کولو په اړه معلومات شریک کړي؛ خو د افغانستان انټرنشنل - پښتو د مرکو پر اساس دا شمېر له ۲۸۴ هم زیات دی.
افغانستان چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۶مه نېټه په بشپړه توګه د طالبانو له خوا ونیول شو، جمهوري نظام ونړېده او امنیتي ځواکونه وپاشل شول.
امریکايي او ناټو ځواکونو په دې ورځو کې زرګونه نظامیان او د ایتلافي ځواکونو همکاران او د هغوی کورنۍ له افغانستانه و اېستل.
اوس سره له دې چې د افغانستان له سقوط څخه درې کاله تېریږي او د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو افغان امنیتي ځواکونه په خپله خوښه واېستل؛ خو د ولسمشر د ځانګړو ساتونکو (پې پې اېس) په ګډون د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت جنرالانو ته د امریکا حکومت د میشتېدو اسناد نه دي ورکړي.
ملي دفاع وزرات:
افغانستان انټرنشنل - پښتو په امریکا کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت د پخوانیو لوی درستیزانو او مرستیالانو په ګډون ۲۱ جنرالانو سره خبرې کړي.
د معلوماتو له مخې؛ د ملي دفاع وزارت د پخوانیو دوو لوی درستیزانو او څلورو معینانو په ګډون ۸۹ پخوانیو جنرالانو، د قول اردو قوماندانانو، د قول اردو درستیزوالانو او د لېوا قوماندانو ته د اوسېدو دایمي اسناد نه دي ورکړل شوي.
د افغانستان د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت یو پخواني مرستیال د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د امریکا د یو ایس سي ای ایس ادارې ترې درې ځله انټرویو اخیستې؛ خو لا یې هم د هغه د اسنادو د تایید او رد احوال نه دی ورکړی.
هغه وايي، چې د ده په ګډون ګڼ داسې نور همکاران یې شته، چې لا ورته د اسنادو د ورکړې تایید یا رد نه دی معلوم شوی.
د کورنیو چارو وزارت:
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د پخواني نظام د کورنیو چارو وزارت د معینانو په ګډون له ۲۴ جنرالانو، قوماندانو او لوړ رتبه مامورینو سره خبرې کړي، چې له مخې یې امریکا د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت د دوو وزیرانو او پنځو پخوانیو مرستیالانو په ګډون ۶۱ پخوانیو جنرالانو، رییسانو او قوماندانو ته په امریکا کې د بیا مېشتېدنې اسنادونه نه دي ورکړي.
همدا راز په ویرجینیا کې فعالې لورټن د کډوالۍ ادارې سرچینې؛ تایید کړه، چې د جمهوریت د وخت د کورنیو چارو وزارت د څلورو قوماندانانو او د کورنیو چارو پخواني وزیر عبدالستار میرزکوال د دفتر رییس اسناد بیا د امریکا د حکومت له خوا رد شوي دي.
په امریکا کې مېشت د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني سلاکار د نوم د نه اخیستو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې په امریکا کې اوسېږي او تېر کال یې د خپلو اسنادونو لپاره انټرویو کړې ده؛ خو تر اوسه یې هیڅ درک نه شته.
سرچینې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې دغه راز زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت لسګونه جنرالانو ته اسناد نه دي ورکړل شوي او یوازې د ګوتو په شمېر اشخاصو ته د دایمي اسنادو تایید ورکړل شوی دی.
د کونړ ولایت پخواني امنیه قوماندان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د یو ایس سي ای ایس په مرکه کې ترې پوښتل شوي وو، چې څومره زندانیانو ته یې بدني سزا ورکړې ده.
هغه زیاته کړه: "ډېرې عجیبه پوښتنې یې کولې؛ مثلا څومره کسانو ته دې سزا ورکړې، څوک دې وژلي او کله دې وژلي؟ ما ورته وویل، چې موږ جنګ کړی او خامخا به مو خلک وژلي وي".
نوموړی زیاتوي، چې په امریکا کې له مېشتو اکثرو پخوانیو همکارانو سره اړیکې لري؛ خو یوازې دوو کسانو یې د کډوالۍ د دایمي اسنادو تایید تر لاسه کړی دی.
د ملي امنیت ریاست:
افغانستان انټرنشنل - پښتو د کډوالۍ د خدماتي ادارې تر څنګ په امریکا کې د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت ادارې د څلورو مرستیالانو په ګډون له ۱۳ رییسانو، جنرالانو او غړو سره خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې؛ تر دا مهاله په امریکا کې مېشت د جمهوري نظام د ملي امنیت د درېیو مرستیالانو په ګډون د دغه ریاست ۷۲ د بېلابېلو برخو رییسانو، مستنتقینو، څارنوالانو او جنرالانو د کډوالۍ دایمي اسناد نه دي تایید شوي.
د افغانستان د پخواني ملي امنیت ریاست یوه جنرال د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې وروسته له درې ځلې انټرویو یې لا هم اسناد نه دي تر لاسه کړي.
هغه زیاته کړه: " دا یوازې زما ستونزه نه ده، بلکې زموږ اکثرو همکارانو ته یې اسناد نه دي ورکړي".
یوې بلې سرچینې له خوا د افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د ملي امنیت ریاست د هغه چارواکو نوملړ هم په واک کې ورکړل شوی، چې د امریکا له لورې ورته اسنادونه نه دي ورکول شوي.
په دغه نوملړ کې د ملي امنیت د درېیو مرستیالانو په ګډون ددغه ریاست ۱۹ مهم چارواکي شامل دي.
ارګ:
افغانستان انټرنشنل - پښتو د پخواني جمهوري دولت د ارګ له ۸ پخوانیو رییسانو، مرستیالانو او غړو سره خبرې کړي، چې له مخې یې د ارګ ماڼۍ ۵ رییسانو، ۱۳ متخصصینو او ۳ مرستیالانو تر اوسه په امریکا کې د مېشتیدو دایمي اسناد نه دي تر لاسه کړي.
که څه هم د امریکا له خوا د تېر حکومت د لوړپوړو چارواکو د اسنادونو د نه ورکولو اصلي لامل روښانه نه دی؛ خو د چارو ادارې یوه کارکوونکي وویل، چې څلور ځله د یو ایس سي ای ایس ادارې ته ورغلی؛ خو هغوی ورته ویلي، چې منتظر پاتې شي.
د ولسمشر د ساتنې ګارد (پي پي ایس):
افغانستان انټرنشنل - پښتو د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر د ساتنې ګارد له ۹ غړو سره خبرې کړي.
د پي پي ایس دا غړي وايي، چې نېږدې د یوولسو جنرالانو په ګډون ۴۱ غړو یې د اوسېدو دایمي اسناد نه دي تر لاسه کړي.
د ولسمشر د ساتنې د ګارد ځینې غړي له پخواني ولسمشر اشرف غني سره ازبکستان ته تللي وو، چې وروسته اماراتو ته لاړل او بیا له هغه ځایه د امریکا د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته تللي دي.
د پي پي ایس یوه غړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د ګڼو غړو د کار جوازونه هم تمام شوي وو؛ خو د امریکا حکومت د کار جواز ورته بېرته تمدید کړی دی.
په امریکا کې د افغان کډوالو د برخې حقوقي سلاکار نجیب احسانزی بیا وايي، چې د افغان کډوالو د کډوالۍ د اسنادو پروسه له یو څخه تر یونیم کال پورې وخت نیسي؛ خو د تېر جمهوري نظام د چارواکو دوسیې ښايي د هغوی د امنیتي تحقیق له امله ځنډېدلې وي.
نوموړي زیاته کړه: " د کډوالۍ د اسنادو یوه مهمه پروسه بګرونډ چیک دی، چې د بشري حقونو د سرغړونو سربېره، پکې له ترهګرو ډلو سره اړیکې، فساد او امریکا ته خطر څېړل کیږي".
احسانزی وايي، چې ښايي دا پروسه نېږدې پنځه کاله وخت ونیسي؛ خو که چېرې د چا دوسیه ردیږي نو کولی شي محکمې ته مراجعه وکړي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د امریکا د کورنیو چارو وزارت سربېره د یو ایس سي ای ایس له ادارې څخه هم د یو ایمیل پر بنسټ د معلوماتو غوښتنه کړې؛ خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.