د زاهدان د سوداګرۍ خونې غړی: د ایران د تېلو او برېښنا د پلور پیسې په پاکستان کې بندې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د زاهدان د سوداګرۍ خونې د پلاوي غړي د تهران او اسلام اباد تر منځ اقتصادي اړیکو ته په اشارې سره ویلي، په پاکستان د ایران د تېلو او برېښنا د پلورلو پیسې بندې شوې دي.

د دغه هیات غړي لعل محمد بلوچ زهي هم له ایرانه د فولادو د وارداتو په اړه د پاکستان د سختۍ د دوام خبر ورکړی.

د زاهدان د سوداګرۍ خونې د پلاوي غړي امان الله کهرازهي د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۷مه) له ایلنا خبري اژانس سره په مرکه کې د اسلام اباد او تهران ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ننګونو لامل په «پاکستان کې د امریکا ځواکمن حضور» وباله او ویې ویل، چې امریکا د ایران په ختیځ ګاونډ کې پوځي لګښت ورکوي.

د هغه په ​​وينا؛ له همدې امله «پاکستان نه دى توانېدلى، چې له ایران څخه د برېښنا او تېلو پېسې تسویه کړي» او دغه پيسې يې بندې شوې دي.

د ایران او پاکستان د ګډې خونې د مدیره هیات غړي هم د چهارشنبې په ورځ ایلنا خبري اژانس ته وویل، چې پاکستان د خپل د فولادو د صنعت د ملاتړ لپاره له ایران څخه د فولادو پر وارداتو درانه مالیات وضع کړي دي.

بلوچ زهي وويل، له بلې خوا اسلامي جمهوريت له ايران څخه پاکستان ته د اوسپنې پر صادراتو درانه ماليات وضع کړي دي، ترڅو له ایران څخه د دغو محصولو د اېستلو مخه ونیسي.

د هغه په ​​وينا، له دغو خنډونو سره سره اوس ايراني قیر او سیمان په اسانۍ پاکستان ته صادرېږي.

د روان کال د زمري په نیمایي کې د اسلامي جمهوریت ګمرکونو اعلان وکړ، چې د پاکستان له خوا د ایراني توکو د منلو په اړه د نویو بندیزونو لګولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري کمه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو