د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له طالبانو غوښتي چې د امربالمعروف قانون لغوه کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک پر طالبانو غږ وکړ، چې سمدستي دې د امربالمعروف نوی قانون لغوه کړي.

ښاغلي ترک په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ طالبان هڅه کوي چې له دې قانون سره د ښځې سیوری بې څېرې او بې غږه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر زیاتوي، چې دغه قانون د طالبانو هغه سیاستونه پياوړې کوي چې ښځې په بشپړه توګه له عامه ژوند څخه حذف کوي.

ولکر ترک وویل، "دا قانون د ښځو غږونه خاموشوي، د هغوی فردي خپلواکي یې سلب کړي، او هغوي لکه سیوری بې څېرې او بې غږه کوي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د دغه قانون پلي کېدل "د زغم وړ نه دي".

د طالبانو هغه قانون چې پر ښځو سخت بندیزونه لګوي، د نړۍوالو سازمانونو او د نړۍ د هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.

د دغه قانون په غبرګون کې افغان ښځینه فعالانو د "د ښځې غږ عورت نه دی" تر نامه لاندې یو کمپاین پیل کړی او د ښځو پر وړاندې یې د طالبانو د نویو بندیزونو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو