روسي چارواکی: د روسیې په کورسک باندې د اوکراین په برید کې د امریکا لاس لرل یو حقیقت دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف د سې شنبې په ورځ وویل، چې د روسیې په لویدیځ د کورسک په سیمه کې د اوکراین په روان یرغل کې د امریکا مداخله "یو ښکاره حقیقت" دی.

سرګي ریابکوف وویل، چې دا ډول کړنې جدي پایلې لرلی شي او واشنګټن په دې پوهیږي، چې مسکو به څه ډول غبرګون وښيي.

خو واشنګټن وايي؛ په دې برید کې هېڅ رول نه لري.

امریکايي چارواکو ویلي، چې دوی د اګسټ تر شپږمې پورې په دې اړه بې خبر وو، چې اوکرایني ځواکونو په کورسک سیمه برید وکړ.

خو ریابکوف ویلي، چې په برید کې د امریکا لاس لرل یو تور نه؛ بلکې یو څرګند حقیقت دی.

هغه وویل؛ د واشنګټن مخ په زیاتېدونکې مداخلې نورې هم ننګونکې کیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، چې دا ډول اقدام جدي پایلې لرلی شي او واشنګټن د مسکو له غبرګون څخه خبر دی.

روسیې ویلي، اوکراین د کورسک په برید کې د برېتانوي ټانکونو او امریکايي توغندیو په ګډون لوېدیځې وسلې کارول شوې دي.

کییف د کورسک د پلونو د وېجاړولو لپاره د امریکا د هیمارس توغندیو کارول تایید کړل.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې امریکا او برېتانیې اوکراین ته د کورسک سیمې په اړه د سپوږمکۍ عکسونه او نور معلومات د اوکراین له برید وروسته ورکړل.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې د دې معلوماتو موخه د اوکراین له خوا د روسیې د مرستندویه ځواکونو په ښه توګه تعقیبول دي، چې ښايي پر دوی برید وکړي یا اوکراین ته د دوی د وتلو لارې بندې کړي.

نور خبرونه

رادیو