په دېر البلاح او خان یونس کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

الجزیره د غزې په تړانګه کې د خپل خبریال د راپور له مخکې لیکي، چې نن سې شنبه (د وږي۶مه) سهار مهال په دېر البلاح او خان ​​یونس باندې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وایي، په دېر البلاح کې د ډله ییزو وتلو امر وروسته په غزه کې د مرستندویه عملیاتو ځنډولو ته اړ شوي دي.

کله چې اسراییلي ځواکونو پر رفح برید وکړ ملګرو ملتونو خپل عملیاتي مرکز په دېر البلاح کې ځای پر ځای کړ.

اسراییل د یکشنبې په ورځ ناوخته د غزې تړانګې په مرکزي سیمه دېر البلاح کې خلکو ته له خپلو کورونو د وتلو امر کړی، چې ډېری کورنۍ یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې کړې دي.

اسراییل ويلي،‌ چې ځواکونه یې په سیمه کې د حماس او نورو وسله والو ډلو پر ضد عملیات کوي.

بل خوا، اسراییلي پوځیانو په نیول شوې لویډیځه غاړه کې ۶ فلسطینیان وژلي دي.

د تېر کال د اکټوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ زره او ۴۷۶ فلسطینیان وژل شوي دي.

له هغه راهیسي، چې د حماس په مشرۍ وسله والو د تېر کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ، چې پکې یو زرو ۱۳۹ اسراییلیان او بهرنیان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو