علي خامنه یي: ما د پزشکیان د کابینې ځینې غړي تایید کړل او ځینې مې و نه پېژندل

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر علي خامنه يي د ایران د ولسمشر مسعود بزشکیان د کابینې له وزیرانو سره وکتل.

نوموړي وویل: «ولسمشر له ما سره مشوره وکړه، چې وزیران وټاکو. ځیني هغه او ځینې ما تایید کړل، زه د کابینې ډېری غړي نه پېژنم او نظر مې نه درلود."

د مسعود بزشکیان د کابینې غړو د اسلامي شورا د اعتماد د رایې له تر لاسه کولو وروسته د سې شنبې په ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت له مذهبي مشر سره وکتل.

خامنه يي په دې غونډه کې وویل، له وړاندې څخه یې یو شمېر وزیران نه پېژندل او نه یې هم په اړه کوم نظر لري.

هغه د وزيرانو ټاکنه او د پزشکیان له خوا ولسي جرګې ته قناعت ورکول ستره بريا وبلله.

د زمري په ۳۱ مه اسلامي شورا د ولسمشر کابینې ټولو وړاندیز شویو وزیرانو ته د باور رایه ورکړه. مسعود پزشکیان په پارلمان کې تایید کړه، چې د وزیرانو نوملړ د ایران اسلامي جمهوریت د مذهبي مشر په پوره همغږۍ چمتو شوی دی.

پزشکیان ټینګار وکړ، چې هېڅ وزیر د خامنه يي له مشورې او تایید پرته نه دی معرفي شوی.

نور خبرونه

رادیو