د امریکا لوی درستیز:د اسراییل او حزب الله ترمنځ بریدونو تر یوه بریده د سترې جګړې مخه نېولې

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

رویټرز د امریکا د مشترکو ځواکونو د لوی درستیز چارلز براون له قوله لیکلي، چې په منځني ختیځ کې دمګړۍ د اسراییل او حزب الله تر منځ نښتو د پراخې جګړې شونتیا راکمه کړې ده.

ښاغلي براون دا رنګه ویلي، چې لا هم اسراییل ته د ایران له‌خوا پېښېدونکی ګواښ د پام وړ دی.
براون منځني ختیځ ته د خپل درې ورځيني سفر وروسته رویټرز ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا مهال یوه سیمه‌ییزه جګړه کېدونکې ده، ویلي: «تر یوه بریده هو.»
هغه له اسراییله د الوتنې پر مهال وویل:« دوه مورده ول، چې باید پېښ شوي وای. یو خو پخوا پېښ شوی. اوس نو دا دې پورې تړلې ده، چې دویم هغه به یې څنګه پر مخ ولاړ شي.»
د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز وايي، د ایران د ځواب ورکولو بڼه به د اسراییل د ځواب ورکولو بڼه وټاکي چې ایا پراخه جګړه به ونښلي او که نه.
براون دا خبرداری هم ورکړی، چې د ایران نیابتي بریدونه کېدای شي له عراق، سوریې او اردن څخه هم وشي او دا رنګه په یمن کې حوثیان په سره سمندرګي کې پر کښتیو د بریدونو تر څنګ پر اسراییل د بې پیلوټه الوتکو پر مټ هم بریدونه ترسره کوي.

نور خبرونه

رادیو