په هند کې په درېیو کلونو کې سل زره نجونې ورکې شوې دي

د هند د ممبیي سترې محکمې د مهاراشټرا ایالت له حکومته د سل زرو ورکو شويو نجونو او مېرمنو د لټون لپاره د غوښتنلیک په اړه ځواب غوښتی دی.

د ممبیي سترې محکمې د یو کس له‌خوا په دې اړه د یوې درج شوې قضیې په اورېدنه کې دغه غوښتنه وړاندې کړه.
دغه قضیه د یوه پخواني هندي سرتېري له‌خوا درج شوې ده، چې لور یې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ورکه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د ۲۰۱۹کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې په مهاراشټرا کې له ۱۸ کالو پورته سل زره او ۸۴۲ مېرمنې او نجونې ورکې شوې دي.
دغه وزارت ویلي، چې په دغو درېیو کلونو کې له مهاراشترا څخه ۱۲ زره او ۴۷ ماشومان هم ورک شوي دي.
محکمې ویلي، چې د ښځو او ماشومانو ورکېدل ښايي ډېر لاملونه ولري؛ خو دا د حکومت مسوولیت دی، چې ویې مومي.
محکمې شک څرګند کړی، چې د ښځو او ماشومانو د ورکېدو یو لامل کېدای شي انساني قاچاق وي.