د امریکا پوځ د القاعده شبکې یو مشر په سوریه کې وژلی دی

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ دفتر سنتکام ویلي، د امریکا د متحده ایالاتو ځواکونو په سوریه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د القاعده ډلې یو جګپوړی غړی ابو عبدالرحمن المکي وژلی دی.

ابوعبدالرحمن المکي د القاعده شبکې د حراس الدین د څانګې د شورا غړی و.
په سوریه کې ټول ترهګریز فعالیتونه د ابوعبدالرحمن المکي په لارښوونه او مشرۍ تر سره کېدل.
د سنتکام قوماندان مایکل اریک کوریلا ویلي، چې امریکا په سیمه کې د ترهګرو په ځپلو کې مسوولیت لري او تر هغې چې دغه ډله امریکا او ملګرو ته یې ګواښ پېښوي؛ نو د امریکايي ځواکونو له‌خوا به یې پر وړاندې مبارزه روانه وي.