د امریکا د پوځ لوی درستیز چارلس براون منځني ختیځ ته په ناڅاپي سفر تللی

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د مشترکو ځواکونو لوی درستیز چارلز براون د شنبې په ورځ منځني ختیځ ته په یو نا اعلان شوی سفر تللی دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې دغه امریکایی جګپوړی پوځي چارواکی به لومړی اردن او بیا مصر او اسراییل ته سفر وکړي څو په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.

نور خبرونه

رادیو