روسیې او اوکراین ۲۳۰ بندیان تبادله کړي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د روسیې او اوکراین حکومتونو د شنبې په ورځ وویل، چې د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب هر یو هیواد ۱۱۵ بندیان تبادله کړي دي. پر اوکراین د روسیې له برید وروسته دا اووم ځل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو تبادله د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب ترسره کېږي.

د روسیې د دفاع وزارت وویل، چې تبادله شوي روسي بندیان د کرسک په سیمه کې د اوکرایني ځواکونو له خوا نیول شوي وو. دغه وزارت زیاته کړه، چې ټول تبادله شوي بندیان اوس په بلاروس کې دي او روسیې ته د هغوی د راستنیدو او د هغوی د درملنې لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د شنبې په ورځ د یو شمېر خوشې شویو اوکرایني بندیانو عکسونه خپاره کړل چې د دغه هېواد بیرغ یې پر اوږو پروټ دی. زلنسکي وویل، چې دا کسان د اوکراین د سرحدي ساتونکو، سمندري او وسله والو ځواکونو غړي دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تبادلې د اسانتیا په برخه کې د خپل رول په تاییدولو سره وویل، چې د دغه هېواد په منځګړیتوب د تبادلې شویو بندیانو شمېر یو زرو ۷۸۸ تنو ته رسیدلی دی.

متحده عربي امارات په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د نږدې امنیتي متحد په توګه پیژندل کیږي، د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو په تبادله کې فعال رول لوبولی او له مسکو او کییف سره یې خپلې نږدې اړیکې ساتلي.

د متحده عربي اماراتو چارواکو وویل، چې نړۍوالو بېلابېلو لوبغاړو سره د دوی د خبرو وړتیا دوی ته دا اجازه ورکوي چې په اغیزمنه توګه د بیلابیلو اړخونو ترمنځ منځګړیتوب وکړي او نړۍواله همکاري او امنیت پیاوړی کړي.

نور خبرونه

رادیو