داعش د جرمني په لویدیځ کې د چړې برید مسوولیت پر غاړه واخیست

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

داعش د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د جرمني په لوېدیځ کې د زولینګن په ښار کې د چړې د برید مسوولیت منلی دی. په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې جرمني چارواکو ویلي وو، چې دا هدفي برید و او د دې احتمال شته چې دا یو ترهګریز برید وي.

د نوردراین وستفالن د کورنیو چارو وزیر هربرت ریول دا برید "هدفي" بللی و.

د جرمني لوی څارنوال هم ویلي و، چې ښایي دغه برید د ترهګرۍ انګېزه ولري.

دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې او بریدګر د یو کولتوري جشنوارې پر ګډونوالو د چاقو په وسیله برید کړی دی. برید کوونکی نیول شوی خو تر اوسه یې هویت نه دی څرګند.

برید د ښار په مرکز فرونهوف میدان کې شوی، چې شاوخوا یې دوکانونه، رستورانتونه او د پیر او پلور یو مرکز دی.

دغه برید جرمنانو کې د اندیښنې څپې راپارولي دي.

نور خبرونه

رادیو