د فرانسې لومړی وزير: په سنیګاک کې چاودنه د یهودیانو ضد کار و

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د فرانسې په سويل کې د شنبې په ورځ (د وږي ۳ مه) د یو سنیګاک (د یهوديانو عبادت ځای) بهر په يوې چاودنه کې يو پولیس زخمي شوی.

د فرانسې لومړي وزير ګابريل ايتيل دا چاودنه د «یهودیانو ضد کړيو کار» بللی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د فرانسې په سویل کې د لاګراند موتې ښار د بایس یاکوف سنیګاک د موټرونو په تم ځای کې دوو موټرو ته اور اچول شوی، چې له امله یې چاودنه شوې ده.

د لاګرانډي موتې ښاروال وویل، چې د څارنې کیمرې د یو کس تصويرونه اخيستي، چې د عبادت ځای څخه بهر موټرو ته اور اچوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې «د بریدګرو سره د فلسطین بیرغ وو.»

د ټولنیزو رسنيو په نشر شويو تصويرونه کې په عبادت ځای کې لوګي او اور معلوميږي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ګیرالډ درمانین دا برید «په ښکاره ډول جنایتکاره» بللی او لیکلي یې دي، چې د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په امر ټول ځواکونه د عاملینو د موندلو لپاره ګمارل شوي دي.

د فرانسې لومړي وزیر دغه چاودنه د «یهودانو ضد برید» د یادولو ترڅنګ وویل، چې د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ دفتر څېړنې کوي.

هغه په خپله اېکس پاڼه ليکلي: «موږ به هيڅ وخت د یهوديت ضد تاوتريخوالي ته تسليم نه شو.»

ایتیل ژمنه وکړه، چې ژر به د یهودیانو د عبادت ځایونو ساتنې ته پام ډېر کړي.

چاودنه د یهودي «شبات» یا د استراحت د ورځې په جریان کې شوې، چې د جمعې له ماښام څخه تر شنبې ماښام پورې دوام کوي.

په دې وخت کې د دې مذهب ډیری پیروان معمولا د مذهبي چارو لپاره عبادت ځایونو ته ځي.

د پولیسو د یو چارواکي په وینا، د دې پېښې پر مهال هلته کوم مذهبي مراسم نه وو.

د فرانس ۲۴خبري شبکې د خبر له مخي، په دې چاودنه کې د عبادت ځای دوې دروازې زیانمنې شوې دي.

پولیسو د عبادت ځای شاوخوا سیمه کلابنده کړې ده.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې فرانسې او نور اروپايي هېوادونو د غزې د جګړې له امله لوړ امنیتي تدابیر نیولي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ويلي، چې حکومت يې د۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمایي کې په فرانسه کې د یهودیانو ضد کړونو ۸۸۷ پېښې ثبت کړي دي.

دا شمیر د ۲۰۲۳ د ورته مودې په پرتله نږدې درې برابره ډیر دی.

فرانسه د اسراییلو او امریکا څخه وروسته د یهودیانو ترټولو ډیر نفوس لري او همدارنګه په اروپایی ټولنه کې د مسلمانانو ترټولو لوی شمېر لرونکی هیواد هم دی.

نور خبرونه

رادیو