د جرمني پولیسو هغه کس نیولی، چې په یو فسټیوال کې یې درې کسان په چاقو وژلي

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د جرمني پولیسو د شنبې په ورځ (د وږي درېیمه) وویل، چې د زولینګن ښار په مرکز کې یې د برید په تړاو یو کس نیولی دی. د جرمني ځایي رسنیو د جمعې په ماښام راپور ورکړ، چې یو کس د دغه هېواد په لویدیځ کې په یو فسټیوال کې برید کړی، چې په پایله کې درې تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

د جرمني پولیسو د شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د دې پېښې لامل "نامعلوم" وباله او وې ویل، چې د برید په تړاو ل نیول شوي کس څخه څېړنې کوي.

دغه اعلامیه زیاته وي: «د دې برید د احتمالي لاملونو لپاره څیړنې روانې دي.»

رسنیو په خپلو راپورونو کې لیکلي، چې بریدګر پر هغو لارویانو برید کړی، چې د زولینګن مرکز ته د یو کولتوري فسټیوال د لیدو لپاره تلل.

د جرمني لوی څارنوال هم وویل، چې ښایي دغه برید د ترهګرۍ انګېزه ولري.

پولیسو د جمعې په ماښام وویل، چې بریدګر تښتیدلی او د لټون لپاره یې عملیات پیل شوي دي.

برید د ښار په مرکز فرونهوف میدان کې شوی، چې شاوخوا یې دوکانونه، رستورانتونه او د پیر او پلور یو مرکز دی.

نور خبرونه

رادیو