په قاهره کې د غزې د اوربند د هوکړې په اړه خبرې اترې دوام لري

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

په قاهره کې د شنبې په ورځ د غزې د اوربند په اړه مذاکرات روان دي او مذاکره کوونکو د اسراییل او حماس ترمنځ د نویو وړاندیزونو په اړه د احتمالي جوړجاړي په اړه خبرې کوي.

پداسې حال کې چې ملګرو ملتونو راپور ورکړی، چې په غزه کې بشري وضعیت خورا د اندیښني وړ دی او په غزه کې د ماشومان ګوزڼ پیښې ثبت شوې، د اوربند مرکچیان پدې هڅه کې دی چې د یو تړون له مخې مخالفتونه پای ته ورسوي او په غزه کې اوربند ټینګ شي.
په ورته مهال د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې د شنبې په ورځ پر غزه باندې د اسراییلو بریدونو کې ۵۰ کسان وژل شوي دي.
د مصر دوه امنیتي سرچینو ویلي، چې د حماس یو پلاوی د شنبې په ورځ قاهري ته رسیدلی، تر څو د اصلي مذاکراتي ټیم تر منځ هر ډول وړاندیز چې د اسراییلو، مصر، قطر او متحده ایالاتو ترمینځ تر سره کیږي وڅیړي.
تمه ده چې د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
سره له دې چې خبرې اترې په میاشتو میاشتو بې له ځڼډه روانې دي، خو بیا هم نه دي توانیدلي چې په غزه کې د اسراییلو پوځي عملیاتو پای ته رسوي او د حماس له لورې د اسراییلي یرغمل شوو په خوشې کولو کې مرسته وکړي.
د مصر سرچینو ویلي، چې په نویو وړاندیزونو کې د غزې له مهمو برخې د اسراییلي ځواکونو وتل او د غزې تړانګې شمال ته د خلکو راستنیدل شامل دي.
رویټرز په خپل راپور کې ویلي، د مهمو ټکو په اړه د پرمختګ کومه نښه نه ده لیدل شوي، او اسراییل د غزې او مصر تر مینځ د بندر پر کنټرول باندې ټینګار کوي.
د حماس ډلې اسراییل تورن کړي، چې له هغه مسایلو څخه پر شا شوی چې وړاندې په اړه توافق شوی وو.
اسراییلو دا تور رد کړی دی.
همدارنګه حماس امریکا تورنه کړي، چې د غزي د بحران په حل کې ښه نیت نه لري.
یو فلسطینی چارواکی ویلي، چې د خبرو اترو د پایلو وړاندویني لپاره لا وختي دی.
د جګړې دوام به په غزه کې د دوه ملیونو او درې سوه زره خلکو وضعیت لا خراب کړي.
نږدې ټول د بې کوره خلک په خیمو کې ژوند کوي او خوارځواکي او بېلا بېلې ناروغي ورځ تر بلې خپریږي.
د شمېرو له مخې، د اکټوبر په ۷مه د حماس په برید ۱۲۰۰ تنه وژل شوي.
د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، چې په غزه کې د اسراییلو بریدونو تر ۴۰ زره ډیر خلک وژلي دي.

نور خبرونه

رادیو