کارپوهان: سایبري مجرمان په انټرنیټ کې د جنسي ویډیوګانو په بدل کې د پیسو اخیستو روزنه ورکوي

د انټرنیټي جرمونو کارپوهانو په ټولنیزو شبکو کې د روزنې ویدیو ګانو په نشرولو سره خلکو دا ورزده کوي چې څنګه د جنسي ویډیوګانو په بدل کې له تیر وتلو کسانو پیسې واخلي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، سایبري جنایتکاران د پېسو د ترلاسه کولو لپاره هغه کسانو ته چې لیواله دي، داسې روزنې ورکوي‌ چې څنګه د جنسي ویډیوګانو په بدل کې له تیر وتلو کسانو پیسې واخلي.
د بریتانیا د ملي جرمونو د ادارې مشر اډم پریسټلي وویل، چې په یوټیوب کې د «سکس لارښونې» په نوم ویډیوګانې د دې ډول باج اخیستنې په اړه بشپړ او ګام په ګام لارښوونې وړاندې کوي.
په دې زده کړو کې د جعلي حسابونو جوړول، د پیغام لیږلو لپاره د نامعلومو شمېرو چمتو کول، د قربانیانو ټاکل او دا چې څنګه ترې ګټه پورته کړي شامل دي.
په دې برخه کې خپره شوې وړیا ویډیو کې، هغو کسانو چې دې ډول باج اخیستو ته لیواله ته لیواله دي، مشوره ورکول کیږي، چې منځني ښوونځي په نښه کړي. ویډیو د دې په اړه لارښوونې هم وړاندې کوي چې څنګه قربانیانو وګواښي او له کوم ډول ژبې کار واخلي.
د سکس‌تورشن ‏(Sextortion) په نوم خپر شوې ویډیوګانې چې د جنسي لارې پیسو اخیستو په نوم هم پیژندل کیږي، د ډیجیټلي غلا یوه برخه ده چې ډېر تنکي ځوانان په نښه کوي.
په دې توګه، غله د قربانیانو له تیر ایستلو او د هغوی د لوڅو عکسونو له اخیستو وروسته د پیسو غوښتنه کوي.
د پیسو د نه ترلاسه کولو په صورت کې د عکسونو د خپرولو ګواښ د دې کړنلارې یوه برخه ګڼل کیږي.
ګارډین ورځپاڼې د جنسي پیسو اخیستو په اړه یو متني لارښود ترلاسه کړی چې تر ۸۰ زیات مخونه لري.
د دې فایل مینځپانګه، چې د فبروري په میاشت کې په ټیلیګرام ټولنیزې شبکې کې خپره شوې وه، د بریتانیا ملي جرمونو ادارې له موندلو او د تلیګرام مدیرانو ته خبر ورکولو وروسته لرې شوه.
د دې لارښود ناپیژانده لیکوال ادعا کړې، چې هغه له اوو کلونو راهیسې په دې جرم کې ښکیل دی او په دې موده کې یې له پنځه زره "بریالي هدفونو " څخه ګټه پورته کړې ده.
همدا راز، لیکوال امریکا، بریتانیا او کاناډا هېوادونه د جنسي پیسو اخیستو لپاره د درېیو مناسبو هدفونو په توګه یاد کړي او لوستونکو ته سپارښتنه کوي چې پر ځوانانو او تنکي ځوانانو تمرکز وکړي.
د خپاره شوي راپور په ځواب کې، د یوټیوب ویاند وویل، چې دا مسله «ډېره جدي» ده او د غلاو او نورو مضرو ګړنو پر وړاندې د خپلو کاروونکو د ساتنې لپاره سختې پالیسۍ لري.
ټیک ټاک هم ویلي، چې په فعاله توګه دا ډول مینځپانګې تشخیص او لرې کوي.
د ټیلیګرام ویاند هم ټینګار کړی، چې په دې ټولنیزې رسنۍ کې جنسي پیسې اخیستل په ښکاره ډول منع دي او هغه کسان چې په دې برخه کۍ د منځپانګې د څارلو مسوولیت لري دا ډول مسایل لرې کوي.
تېر کال د وال سټریټ ژورنال او د پوهنتون څیړونکو د څیړنو پایلې وښودله، چې انسټاګرام نورو کاروونکو ته د دې حسابونو د یوې شبکې سپارښتنه کړې چې د ماشومانو د جنسي ګټې اخیستنې اړوند مینځپانګې ته وده ورکړي.
د څیړنو په غبرګون کې د میټا شرکت چې د اینسټاګرام مالک دی، له ماشومانو ناوړه ګټه اخیستنه "وحشتناک جرم" وباله او وې ویل، چې په دوامداره توګه دې کړنې سره د مبارزې لپاره د لارو چارو په لټه کې دي.