رویټرز: منځني ختیځ کې د خطر زیاتېدو سره د افغانستان له هوايي حریم الوتنې ډېرې شوې

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

رویټرز وايي، په تهران کې د حماس د سیاسی دفتر د مشر د وژل کېدو او له اسرایبل د حزب الله او ایران د غچ اخسیتنې له وېرې منځني ختیځ کې د خطر زیاتېدو سره د افغانستان له هوايي حریم الوتنې ډېرې شوې.

خو رویټرز زیاتوي، لا هم افغانستان کې د هوايي ترافیک د کنټرول خدمتونه بیا پیل شوي نه دي.

د رویټرز د راپور له مخې، په منځني ختيځ کې د کړکېچ له امله بېلابېلو نړۍوالو هوايي شرکتونو د افغانستان له فضايي حريم څخه کار اخيستل پيل کړي دي.
د راپور له مخې، په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي کړکېچ او د لبنان او اسراییل ترمنځ د جګړې وېرې ته په کتو د سینګاپور هوايي شرکت، برېټانوي هوايي شرکت او د جرمني لوفتانزا هوايي شرکت اوس د خپلو الوتنو د خوندي کولو لپاره د افغانستان له فضايي حریم کار اخلي.
تر دې وړاندز د هند اېر انډیا، د اېټالیا ای ټي اې اېر وېز، د المان لوفتانزا اېرلاین، د بلجیم د بروکسل اېرلاین، د سویس اېرلاینز او د امریکا متحده ایالاتو او ډېلټا اېرلاینونو اسراییل او لبنان ته خپلې الوتنې وځنډولې.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې هم د افغانستان هوايي حريم يو بوخت هوايي حريم و او ډېرو بهرنيو هوايي شرکتونو ترې کار اخيست.

نور خبرونه

رادیو